2022-06-06

د اقتصاد پوهنځی د علمي شورا غونډه ترسره سول!

پرون شنبه د رواني میاشتي پر ۱۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د رئیس په مشري د پوهنځی علمي شورا غونډه ترسره سول چي پکښي د یادي پوهنځی د څانګو آمرینو او ټولو استادانو ګډون درلود دی.

په پيل کي د تيري علمي شورا غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول.

ورپسې د اجنډا سره سم د سمسټر د روان تدریسي بهیر پر بشپړېدو بحث وسوو تر څو د پلان مطابق چاري ترسره سي.

همدارنګه د محصلینو د لاښه تشویق په موخه د نوښتونو او د محصل علمي سمینارونو پر لړۍ بحثونه او نظریات شریک سول، تر څو یاده لړۍ لا هم د استادانو په همکاري ګړندۍ سي.

ورپسې د استادانو د مقالو لیکولو پر پار سپارښتنه وکړه چي د ټولني د استفادې لپاره دي خپل د لیکني لړۍ جاري وساتي او نشراتو امریت په همکاري به یادي مقالي د ټولني سره شریکي کړل سي.

د یادوني وړ ده چي اقتصاد پوهنځی د خپلو چارو د لاښه ترسره کولو په موخه وخت پر وخت د استادانو او محصلینو سره غونډي ترسره کوي تر څو چاري په ښه ډول تطبیق سوي وي.

د اقتصاد پوهنځی د علمي شورا غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23