2022-06-09

د حقوقي کلینیک نوبتي غونډه ترسره سول!

 

نن چهارشنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۱۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقي کلینیک نوبتي غونډه د علمي مرستیال په مشري ترسره سول چي پکښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس، د حقوقي کلینک آمر، د ادارې او ډيپلوماسي څانګي آمر او د حقوقي کلینیک اداري مدیر ګډون درلود.

په پيل کي د تيري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول.

ورپسې د اجنډا سره سم د حقوقي کلینیک پر پلان سوي یو کلن ټرینیګ بحث وسو چي د یاد ټرینیګ د نوملینکي پروسه بشپړ سوې او سبا پنجشنبه به یې د ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل سي.

همدارنګه د محصلینو د لاښه ظرفیت په موخه د حقوقي کلینیک نوې طرحه شریکه سول تر څو د عملي زده کړو لړۍ لا هم پراخه سوې وي.

په غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم بحثونه او نظریات شریک سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د علمي مرستیال او د ګډنوالو لخوال د حقوقي کلینیک د روانو فعالیتونو ستاینه وسول.

د یادوني وړ ده چي یاد حقوقي کلینیک د ټولني د حقوقي موضوعاتو د مشورې ورکولو او د محصلینو د عملي کارنو په موخه جوړ سوی چي د ټاکل سوي پلان له مخي چاري مخته وړي.

د حقوقي کلینیک نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23