2022-06-09

د یو کلن وړیا حقوقي ټرینیګ لپاره ازموینه واخیستل سول!

نن پنج شنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۱۹مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د یو کلن حقوقي ټرینیګ لپاره د ګډنوالو څخه ازموینه واخيستل سول چي پکښي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئيس استاد فرهاد داوري، د حقوقي کلینیک آمر استاد نظرمحمد نظري، د قضاء او څارنوالي څانګي آمر استاد میراحمد رحلت او محصلینو ګډون کړی و.

لومړی د یاد ټرینیګ پر ارزښت او پروسه ښاغلي داوري صاحب بحث وکړ او دا يې د قضاء او څارنوالي څانګي د محصلینو لپاره ډېر اړین یاد کړ.

د وینا وروسته د استازو لخوا د ټرینیګ لپاره جوړي سوي د ازمویني پوښتنپاڼي وویشل سوې او صحنه عمل پيل سول.

د ازمویني د پایلو تر اعلان وروسته به بريالي محصلین جذب او په یاد ټرینیګ کي خپلي عملي زده کړي پيل کړي.

د یادوني وړ ده چي د ټرینیګ بشپړولو وروسته به ټولو ګډنوالو ته د حقوقي کلینیک لخوا د فراغت سند هم ورکول سي.

د یو کلن وړیا حقوقي ټرینیګ لپاره ازموینه واخیستل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23