2021-06-16

د طبي اوليه خدماتو اونيز کورس فراغت غونډه!

( First Aid Training Graduation )

نن پنج شنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۱۹مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طبي لابراتوار څانګي او کارموندني مرکز په ګډه همکاري د طبي اوليه خدماتو اونيز کورس فراغت غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د پوهنتون اداري مسؤلینو،

د پوهنځيو استازو ، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونه پيل سول، وروسته د پوهنتون په استازولي ښاغلي شکران د محصلينو لپاره دا ډول لنډ مهاله کورسونه د ظرفیت لوړوني په برخه کي زیات اړين وبلل.

ورپسې د میرویس نیکه روغتیايي علومو انستیتوت علمي مرستال ډاکټر عطاء محمد بخیتار د طبي اولیه خدماتو پر ارزښت خبري وکړې او دا يې د هر فرد لپاره مهم یاد کړ تر څو د ترلاسه کړو زده کړو په مرسته يې په خپلو کورنیو کي ورڅخه ګټه پورته کړې وي.

همدارنګه د کورس لارښود استاد وحیدالله حقاني لومړی ټولو محصلینو ته د یاد کورس د بشپړېدو مبارکي وویل او د نورو محصلینو څخه یې هم وغوښتل تر څو په داسي اړینو پروګرامونو کي برخه واخلي.

د یاد اونیز کورس په اړه د محصلینو په استازولي محصل احمدشاه د پوهنتون د رهبري او ټيم څخه ځانګړې مننه وکړل چي د دوی لپاره يې دا ډول ګټور پروګرامونه په لاره اچولي دي او د دې لړۍ د لا دوام غوښته يې کول.

د ویناو برخي څخه وروسته د فراغت سندونو د ویش بهیر پيل سو چي د ادارې لخوا ترتیب سوي سندونه د استادانو او اداري کارمندانو له لوري محصلینو ته ورکول سول.

د طبي اوليه خدماتو اونيز کورس فراغت غونډه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23