2022-06-23

د محصلینو ګروپي کار لړۍ جریان لري!

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي شپږم سمسټر الف ټولګی محصلينو د اسلامي قوانينو موضوع اړوند خپل ګروپي کارونه د استاد احمدالله احمدي په لارښونه ترسره کړل.

لومړی د یادي موضوع په اړه استاد احمدي محصلينو ته وضاحت ورکړ، چي وروسته محصلینو په ګروپي شکل کار پر وکړ او په وروستۍ برخه کي د ټولو ګروپونو استازو خپل موضوعات په ترتیب سره وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي د محصلینو د لاښه ظرفیت په موخه وخت پر وخت د استادانو لخوا محصلینو ته عملي زده کړي ورکول کیږي تر څو د زده کړي مؤثریت زیات سوی وي

د محصلینو ګروپي کار لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23