2022-06-23

په اوسني حالاتو کي د لویي جرګې پر ارزښت او څرنګوالی علمي مباحثه ترسره سول!

نن شنبه د رواني جوزا میاشتي پر ۲۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د اتم سمسټر محصلینو په اوسني حالاتو کي د لویي جرګې پر ارزښت او څرنګوالی علمي مباحثه ترسره کړل.

په یاده مباحثه کي د مؤسسې علمی مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د پوهنځی رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم په تلاوت پيل چي ورپسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس استاد فرهاد داوري وینا وکړل او د داسي علمي پروګرامو په ترسره کولو يې خوښي وښودل او تر څنګ يې یادونه وکړل چي د عملي زده کړو لړۍ دي لاهم پراخه سي تر څو محصل په ښه توګه اخذ کړی وي.

په مباحثه کي د یاد سمسټر د محصلینو تر څنګ لارښود استاد میر احمد رحلت هم پر موضوع په بشپړ ډول بحث وکړ چي په وروستۍ برخه کي ګډونوالو خپلي پوښتني وکړې او د بحث کوونکو لخوا جوابونه ورته ورکول سول.

وروسته د استادانو په استازولي استاد قريشي د مباحثې ارزونه وکړل او په اوسني وخت کي يې یاده موضوع اړینه وبلل ښاغلي قریشي د داسي مهمو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ.

نوموړي سمسټر محصلینو ته د لاښه تشویق په موخه د ادارې لخوا ترتیب سوی ستاینلک ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه زیات شمیر غونډي، ورکشاپونه، لنډ مهاله کورسونه، علمي سمینارونه او داسي نور مهم بحثونو ترسره کړي دي او لا هم یاده لړۍ جریان لري.

په اوسني حالاتو کي د لویي جرګې پر ارزښت او څرنګوالی  علمي مباحثه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23