2022-06-07

د اقتصاد پوهنځی د علمي شورا غونډه ترسره سول!

پرون یکشنبه ( ۱۴۰۱/۴/۵ ) د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د رئیس په مشري د پوهنځی علمي شورا غونډه ترسره سول چي پکښي د مؤسسې علمي مرستیال، د یادي پوهنځی د څانګو آمرینو او ټولو استادانو ګډون درلود دی.

غونډه د قرانکریم په تلاوت کولو پيل سول وروسته د تيري غونډي

موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول.

ورپسې د اجنډا سره سم د سمسټر د روان تدریسي بهیر پر بشپړېدو بحث وسوو

تر څو د پلان مطابق چاري ترسره سي.

همدارنګه د امتحاناتو کمېټې ته دنده وسپارل سول چي د راتلونکو امتحانونو

پر پروسه دي کار پیل کړي تر څو یاده پروسه په پوره بریالیتوب سره بشپړ سي.

په یاده غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم بحثونه وسول

وروسته د دعایه په کولو سره غونډه پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي اقتصاد پوهنځی د خپلو چارو د لاښه ترسره کولو په موخه وخت پر وخت د استادانو او محصلینو سره غونډي ترسره کوي تر څو چاري په ښه ډول تطبیق سوي وي.

د اقتصاد پوهنځی د علمي شورا غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23