2022-06-07

د ښاغلي فرهاد داوري په مشري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی علمي شورا ترسره سول!

پرون دوشنبه ( ۱۴۰۱/۴/۶ ) نېټه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی علمي شورا ترسره سول، چي پکښي د پوهنځی د رئيس تر څنګ، د څانګو آمرينو او استادانو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکریم په تلاوت کولو پيل سول چي وروسته ښاغلي داوري

د تیري علمي شورا کلیدي ټکو ته لنډه کتنه وکړل.

ورپسې د اجنډا سره سم حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ښاغلي فرهاد داوري د استادانو د هڅو ستاینه وکړل او خوښي يې وښودل چي د جوړ سوي پلان سره سم د سمسټر تدریسي بهیر پر بشپړېدو دی او د وزارت د پړیکړي سره سم به په راتلونکي اونۍ کي نهايي ازمویني پیل سي.

د ازمویني کمېټې خپل پلان شریک کړ تر څو د یاد پلان له مخي د ازموینو پروسه

په ښه ډول مدیریت سوې وي او پوره شفافیت شتون ولري.

په یاده غونډه کي پر یو لړ نورو متفرقه موضوعاتو هم بحثونه وسول

وروسته د دعایه په کولو سره غونډه پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د چارو د لاښه ترسره کولو په موخه وخت پر وخت د استادانو او محصلینو سره غونډي ترسره کوي تر څو چاري په ښه ډول تطبیق سوي وي.

د ښاغلي فرهاد داوري په مشري د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی  علمي شورا ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23