2022-06-07

د استېناف تمثیلي‌ محاکمه ترسره سول!

نن پنج شنبه د رواني سرطان میاشتي پر ۹مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د استېناف تمثيلي محاکمه ترسره سول.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال، د پوهنځيو رئيسانو، اداري کارمندانو، استادانو او درنو محصلینو ګډون کړی و.

نوموړې تمثيلي محاکمه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او نشراتو آمریت په ګډه همکاري ترتیب سوې و چي د یادي پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د محصلینو له لوري د استاد نظرمحمد نظري په لارښوونه وړاندي کړل سول.

د غونډي په پيل کي د قرانکریم تلاوت وسوو، ورپسې د اجنډا سره سم د پيل او ښه راغلاست وینا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس فرهاد داوري وکړل.

ورپسې د یادي محاکمې لارښود استاد او د حقوقي کلينيک آمر ښاغلي نظرمحمد نظري

د استېناف محاکمې په اړه خپله ترتیب کړې هر اړخیزه وینا وکړل.

وروسته استېناف محاکمه د جلسې د رئيس لخوا رسماً پيل سول،

چي پکښي د جلسې غړو، منشي، تورن، څارنوال، مدافع وکيل او پوليس ګډون درلود دی،

په محاکمه کي د تورن کس په اړه څارنوال او مدافع وکیل خپل بیان وړاندي کړ،

تورن کس پر خپل کړي عمل اقرار وکړ او تر څنګ يې پېښماني وښودل، د ټولو بیاناتو او شواهدو د وړاندي کولو څخه وروسته د جلسې رئيس فیصله اعلان کړل او مجرم يې د کړي عمل په سزا محکوم کړ.

د یاد پروګرام ارزونه د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد احمد ظفر دراني له لوري وسول چي په نوموړي عملي کار سره یې زیاته خوښي وښودل او د داسي نورو علمي او عملي پروګرامونو د دوامداره ساتلو غوښتنه يې وکړل.

وروسته علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د محصلینو له لوري د داسي عملي کارونو ګټي بیان کړي او د محصلینو لپاره يې داسي عملي کړني اړیني وبللې.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د یاد تمثیل ترسره کولو محصلینو ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس، اداري کارمندانو او د څانګو د آمرینو لخوا ستاینلکونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د نظري زده کړو تر څنګ محصلین په عملي زده کړو هم سمبال کړي دي چي په تیرو اونيو کي هم د محصلینو لخوا ابتدایه محاکمه هم ترسره سوې وه.

د استېناف تمثیلي‌ محاکمه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23