2022-06-07

د ډاکټر نړیواله ورځ مو مبارک سه!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري، اداري کارمندان او استادان د یاد سپېڅلي مسلک خاوندانو (ډاکترانو) ته د دې ځانګړي ورځي مبارکي وایي او لا هم په یادو برخو کي ورته د نورو بریاو ترلاسه کولو غوښتنه کوي.

زموږ هیواد په ځانګړې توګه جنوب زون د روغتیا په برخه کي زیاتي ستونزي درلودې، چي همدې ستونزو ته په کتو سره په ۱۳۹۰ هـ ش کال کي د باتجربه او تخصص لرونکو استادانو په مرسته میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی تدریسي بهیر پیل کړ.

الحمدالله تر دا مهاله یې زیات نارینه او ښځینه ډاکټران ټولني ته وړاندي کړي چي فعلا په ساحو کي په خپلو دندو بوخت او د مریض د تداوۍ چاري مخته وړي.

د فارغینو تر څنګ په یاده پوهنځی کي په سلګونه شمېر برحاله محصلین خپلي لوړي زده کړي ترلاسه کوي.

همدارنګه د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه پوهنتون د نوموړي پوهنځی د محصلینو د لا ښه ظرفیت په موخه مجهز روغتون جوړ کړی دی چي محصلین پکښی فعلا عملي زده کړي ترلاسه کوي د یاد روغتون ټول روغتیایي خدمات د هیوادوالو لپاره په وړیا شکل ترسره کیږي.

بیا هم د هیواد د روغتیایي سکتور د تقویه غواړو تر څو د خپلو مریضانو تدوي مو په خپل کور کي د خپلو ډاکټرانو لخوا سوې وي.

د ډاکټر نړیواله ورځ مو مبارک سه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23