2022-07-25

کولرا ناروغي

درنو هیواد والو خپــــل ځــان او ماشومــان مو

د کولرا ساري ناروغۍ څخه وساتئ!

1- هر وخت له فِلټر سوو او یا جوش سوو اوبو څخه استفاده وکړئ

ځکه د کولرا یو غټ لامل چټلي او ناپاکه اوبه دي.

2- له خوړو څخه مخکي مو خپل او د ماشومانو لاسونه په صابون ووینځئ.

3- ماشومانو ته اجازه مه ورکوئ ترڅو په دي ګرمه هوا او چټلو ځایو کي لوبي وکړي.

4- که د شدیدو اِسهالاتو او اِستفراق سره مخ ياست ، ژر تر ژره نژدې روغتیایي مرکز ته ځانونه ورسوئ.

یاد پېغام تاسو ته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د بیړنیو روغتیایي

او مشوره ورکولو مرکز لخوا وړاندي سو!

کولرا ناروغي



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23