2022-07-26

د حقوقي کلینیک د عملي زده کړو لړۍ جریان لري!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقي کلینیک د لومړۍ برنامې د عملي زده کړو لړۍ چي مخکي پيل سوې ده، پکښي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د لوړو سمسټرونو محصلینو ګډون کړی دی.

چي د یادي پوهنځی د استادانو لخوا ورته عملي زده کړي ورکول کیږي تر څو تر فراغت وروسته نوموړي محصلین په ښه توګه وکولای سي چي خپل ورسپارل سوی مسؤلیت په ښه توګه اداء کړي.

د یادوني وړ ده چي یاد حقوقي کلینیک د محصلینو د عملي زده کړو تر څنګ د ټولني هغه اشخاص چي په حقوقي موضوعاتو کي ستونزي ولري، وخت پر وخت د باتجربه استادانو په مرسته ورته سالمي مشورې ورکوي.

د حقوقي کلینیک د عملي زده کړو لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23