2022-08-03

موضوع: خپل کاري وخت مو اداره کړئ

لیکنه: سید ضیاء الرحمن شهیدزی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(د محصلینو د مقالو برخه)

د وخت مدیریت مسٔله په جدي ډول سخته مسٔله ده او په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چي نه د ادارې په راس کي دي او نه یې هم په تل کي. دا مو ځکه وویل چي د راس کسان زیاتره مهال خپل مسؤلیتونه نورو ته سپاري (تفویضوي) او هغوی چي په تل کي دي زیاتره مهال خپل میزي ساعت شړي ځکه دوی ته په ساعت مزدوري ورکول کېږي او دوی هغومره کار کوي څومره یې چې د ورځې رسمي ساعتونه وي.

د منځینۍ کچې مامورین د ځان د بریا په موخه اوږده ساعتونه په کارونو بوخت وي او تر هغې کار کوي څو پای ته یې ورسوي، نو ځکه دوی باید خپل وخت د نورو په پرتله ښه اداره کړي.

وخت خورا زیات ارزښت لري. روان پوه او لیکوال سکاټ پیک وایي: «تر هغې چي ځان ته په ارزښت قایل نه سې، وخت ته په ارزښت نه سې قایلیدلی؛ تر هغې چې وخت ته په ارزښت قایل نه شې، نو هېڅ هم نشې کولای.» چارلس سپینازو په خپل کتاب کی داسي لیکي In What to Do Between Birth and Death « خلک د اجناسو لپاره پیسې نه ورکوي بلکې د هغه وخت لپاره پیسې ورکوي چې دغه جنس یې په کښي ترلاسه کړی دی. »

که چېرې یو څوک ووایي چې زه د رخصتۍ کور غواړم په پنځو کلونو کې واخلم نو د دې مطلب دا دی چې دغه کور به ده ته تقریباً د خپلي ځوانۍ د عمر یو پر دولسمه تمامیږي.

د دې پر ځای چي په دې ډېر فکر وکړي چي څه وکړم او څه باید واخلم په دې فکر وکړه چي دغه کول او دغه اخیستل دې څومره وخت نیسي. په هغو شیانو وخت ولګوه چي هغوی د دې ارزښت لري چي وخت پرې ولګول شي. که زموږ په دې وروستۍ خبره کار وکړي او عملي جنبه ور وبخښي، نو وخت به مو ښه مدیریت کړی وي.

موضوع: خپل کاري وخت مو اداره کړئ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23