2022-08-03

د سافټ سکېل (soft Skills) ټرینیګ پيل سو!

پرون شنبه د رواني اسد میاشتي پر ۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د کارموندني مرکز، اقتصاد پوهنځی او جنډر مدیریت په ګډه همکاري د سافټ سکېل وړيا اونيز ټرینیګ پيل سو.

په یاد ټرینیګ کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تر څنګ د کندهار پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونو ښځينه محصلینو ګډون کړی و، چي د ماسټر ټرېنر استاد محمد واسع صديقي لخوا د پلان سره سم لاندي موضوعات په ورځني شکل پکښي تدریس کیږي.

لومړۍ ورځ - د دندي‌ لټون

دوهمه ورځ - سي وي ليکنه

دریمه ورځ - کاور لېټر

څلورمه ورځ - او انټروي پروسه

پنځمه ورځ - ازمویني پروسه

شپږمه ورځ- د فراغت غونډه

همدارنګه د ټرینیګ په لومړۍ ورځ ټولو ګډونوالو د تدریس تر څنګ پوښتنپاڼي ووېشل سوې، تر څو د یادو محصلینو ارزونه هم سوې وي.

هیره دي نه وي چي یاد ټرینیګ څو عمر مخکي نارینه محصلینو ته هم ورکول سوی و.

د یادوني وړ ده د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کارموندني مرکز وخت پر وخت د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه لنډمهاله ورکشاپونه او ټرینیګونه په لاره اچوي دي.

د سافټ سکېل (soft Skills) ټرینیګ پيل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23