2022-09-20

د طب پوهنځی د محصلينو د استازو سره مشورتي غونډه ترسره سول!

نن دوشنبه د سنبلې میاشتي پر ۲۱ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د معالجوي طب پوهنځی د رئيس ښاغلي ډاګټر فضل الرحمن حاشر په مشري ترسره سول چي پکښي د تدريسي مدير، د لابراتوارونو عمومي مدیر او د طب پوهنځی د ټولګیو استازو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله په ایاتونو پيل ورپسې ښاغلي ډاکټر حاشر لومړی ټولو راغلو د ټولګیو نماینده ګانو ته ښه راغلاست وویل او د نوي سمسټر د پیل سره سم يې تدريسي پلانونه او یو شمېر نورو متفرقه موضوعات ورسره شریک کړل.

وروسته د محصلينو پر عملي کارونو ټینګار وسو او په دې اړه د محصلینو استازو

هم په نوبت سره خپل نظرونه وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه پوهنتون اداره وخت پر وخت د محصلینو، استادانو او د ټولني معتبره اشخاصو سره مشورتي غونډي کوي.

د طب پوهنځی د محصلينو د استازو سره مشورتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23