2022-09-26

د کندهارۍ ټولني د علمي وياړونو ستاينغونډه ترسره سول!

نن شنبه د میزان مياشتي پر دوهمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د نشراتو او فرهنګې کمېټې له لوري د کندهارۍ ټولني د علمي وياړونو په مناسبت د ستايني غونډه ترسره سول.

په یاده غونډه کي د ميرويس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئيس ډاکټر نقيب الله افغان، د میرویس نیکه روغتیايي انستیتوت رئيس ډاکټر فاروق نعيمي، د پوهنتون علمي مرستیال، محصلانو چارو مرستیال، استادانو، اداري کارمندانو، د ټولني معتبره علمي اشخاصو، د نهادونو راغلو استازو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د کلام الله په مبارکو اياتونو پيل سول ورپسې د پيل او ښه راغلاست وینا ډاکټر صاحب نقیب الله افغان وکړل او ټول راغلو درنو ګډونوالو ته يې د علمي اشخاصو د ستایني تر څنګ وویل چي علمي نهادونه به همېش د خپلي ټولني کادرونه نه هیروي او تل به ورسره همږغي ساتي تر څو د ټولني په مثبت بدلون کي مو په ګډه کار کړی وي.

وروسته د پوهنتون علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور د پوهنتون پر خدماتو رڼا وچول او د ترسره سوي کړونو په اړه يې لنډ معلومات برخوالو ته وړاندي کړل.

د ستايني په برخه کي د مشر استاد عبدالرحمن بابي پر ژوند او خدمت کولو ښاغلي استاد نور احمد قران مل خبري وکړې او یاد ګام يې د ستايني تر څنګ نوی نوښت یاد کړ.

د ښاغلي لیکوال او استاد حیات الله رفیقي پر ژوندانه او خاطراتو ښاغلي عبدالقیوم مینوال خبري او معلومات شریک کړل.

په دريم قدم کي د فرهنګ پال او لیکوال عبدالظاهر جان څرک په ژوند ښاغلي مطیع الله ذهین بحث وکړ.

وروسته د استاد مدیر صاحب سراج الدین خان پر ژوندانه ښاغلي زمري څرګند خبري وکړي او په اړه يې معلومات شریک کړل.

همدارنګه د سابقه لرونکي ډاکټر رګونات آشنا پر ژوندانه او خدماتو ګډنوالو خبري وکړې

او د ټولو خاطرات شریکولو وروسته ښاغلي احمد فاني د میرویس نیکه پوهنتون پر فرهنګي وضیعت رڼا وچول.

د یادو معلوماتي ویناو ورسته پورته پنځه ذکر سوي اشخاصو ته د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې لخوا ځانګړي ترتیب سوي تقدیر نامې د رهبرۍ لخوا ورکول سوې او د ټولني ځلانده ستوري يې یاد کړل.

همدارنګه یادو درنو مشرانو د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د خدماتو ستاینه وکړل او په تعلیمي ډګر يې د دوی د هڅي بې مثاله وګڼلې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده تر څو د خپلو علمي خدماتو لړۍ د ټولني هر قشر پوري ورسوي او علمي اشخاصو مشورې وخت پر وخت د ځان سره ولري.

د کندهارۍ ټولني د علمي وياړونو ستاينغونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23