2022-09-26

موضوع: د امريکا په بهرني سياست باندي اغېزمن مکتبونه (دوهمه برخه)

ليکنه: استاد شېر خان زابلی

دنده: د ادارې او ډيپلوماسي څانګي آمر

(د کارمندانو او استادانو مقالو برخه)

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

هامیلتونیزم

(د هامیلتونیزم مکتب د امریکا د وخت د دارایي وزیرالکساندر هامیلتون پرنظریاتو ولاړدی او په نړیواله کچه د امریکایي ارزښتونو د خپراوي لپاره هلي ځلي کوي ولي په تحمیلي توګه نه غواړي ارزښتونه خپاره کړي بلکي یوه بریالۍ الګو وړاندي کوي ترڅو نړۍ امریکایي ارزښتونه خپل کړي.

یاد مکتب هم د ویلسونیزم په شان نړۍ پال (بین الملل ګرا )مکتب دی غواړي چي امریکایي ارزښتونه نړیوال شي اما توپیر یې ترمنځ دادی چي نوموړی مکتب یوازي د سوداګري په برخه کي په نړۍ پالنه (بین الملل ګرایي) باندي ټینګار کوي او د ویلسونیزم برعکس نه غواړي د امریکایي ارزښتونو د ځاي پرځاي کولو لپاره پوځي لاسوهني وکړي دوۍ د امریکایي ارزښتونو بېلګه(الګو) وړاندي کوي تر څو نړیوال هم وهڅوي چي د امریکایي ارزښتونو پیروي وکړي داسي الګو چي په هغې کي د پوځي لاسوهني هیڅ څرک نه لګیږي بلکي داسي الګو د امریکا په کورنۍ کچه پلې کړي تر څو نړیوال په آګاهانه اود رضا او رغبت له مخي یاد امریکایي ارزښتونه خپل کړي اود امریکایي ارزښتونو د ځاي پرځاي کولو لپاره د ویلسونیزم خلاف په جګړه لاس نه پوري کوي .د یاد مکتب لارویان د بریتانیا نړیوال نظم مني او دارنګه پدې نظم کي د امریکا ځایناستي هم تائیدوي هغوۍ په صنعت او سوداګري باندي (ټینګار) کوي.

هامیلتون پالنه (هامیلتون ګرایی) امریکایي رښتیاپالنه (واقعګرایي) هم بلل کیږي ،تئودور روزولټ ،هنري کبوت لوج او جورج اچ دبلیو بوش (پلار) کولاي شو ددې دود لارویان وګڼو.

د بریتانیا سیاست هم په هغه وخت کي د پوځي اوسیاسي اړخ په پرتله سوداګریز وو په همدې بنسټ د یاد مکتب لارویان دا مني چي امریکا په نړیوال نظام (اروپایی) کي د بریتانیایي نظم ځایناستې ده او پدې وخت کي دارنګه سیاست پرځاي هم وو.په کار وه چي لومړی کورني بنسټونه پیاوړي شي بیا نړۍ پالني (جهان ګرایي) ته مخه کړي دوۍ هڅه کوله چي اروپایي دولتونه په لوېدیځه(غربي) نیمه کره باندي برید ونکړي او په اروپا کي د ځواک د انډول پلویان وو، بله مسأله چي د امریکا لپاره مهمه وه هغه دسوداګري وه چي امریکا وتوانیږي خپله سوداګري هم پیاوړې کړي او لدې لاري خپل صادرات په ښه بیه وپلوري ترڅویي اقتصادي پرمختګ هم په برخه شي.

دهامیلتونیزم مکتب پدې تمرکز درلود چي په بهر کي د امریکا دګټو پرځاي امریکایي ارزښتونه وي او د یادو ارزښتونو د خپراوي هڅه یي د جګړې او لاسوهني له لاري نه کوله بلکي یوه بریالۍ اختیاري بېلګه (الګو) یې د نړیوالو په واک کي ورکوله، هامیلتونیزم مخکي تردې چي ګټ محوره وي ارزښت محوره دی او اصولا د نورو هیوادونو په پولو(قلمرو) کي د جګړې او لاسوهني اقدام مرودود ګڼي دا چي امریکا تازه خپلواکي اخستې وه او له جکړو څخه را وتلې وه امریکایي چارواکو لازمه وګڼله تر څو د اروپایي سیاستونو څخه چي تر ډېره بریده ځواک محوره وو په ګوښه توب( انزوا) کي پاتي شي او د اروپایي هیوادونو له جکړوڅخه په امن کي وي الکساندرهامیلتون داسي یوه بېله نسخه وړاندي کړه چي په هغه وخت کي د امریکا د متحده ایالاتو لپاره پرځاي هم وه نوموړي دبشر له طبعیت څخه پیل کړه چي د کلاسیک ریالیزم په نظریاتو کي محوري وه دهغه پخپله وینا چي انسانان جاه طلبه، کینه ګر او درنده خویه دي، هامیلتون په بدبینۍ سره نتېجه واخستله چي ګواکي جګړه د ژوند قانون دی دولتونه هم پخواني ابزارو(ثروت،افتخار) پر سر دانسانانو څخه کم ندي مجبور له دې رویه ځواک او ځاني ګټه په نړیوال سیاست باندي غالب دي.

په هغه وخت کي د امریکا دبهرني سیاست موخي هم روښانه وې امریکایانو هڅه کوله تر څو چي هغو بنسټونو ته پراختیا ورکړي ترڅوپه کورنۍ کچه په چارو باندي حاکم و اوسي ځکه پدې وخت کي امریکا ددې جوګه نه وه چي بین الملل ګرایي ته مخه کړي .امریکا دخپل تاریخ په اوږدو کي که دوه ګامه شاته اخستي دي دهغه دوه برابره یې مخته اخستي دي اوپه لومړیو وختونو کي یې په ګوښه توب (انزواګرايي) کي سترمصلحت نغښتی وو چي وروسته یې په قوت سره په نړیوال ډګر کي لوبه پیل کړه او ترډېره بریالۍ هم وه.

موضوع: د امريکا په بهرني سياست باندي اغېزمن مکتبونه (دوهمه برخه)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23