2022-09-26

د اقتصاد پوهنځی د ادارې او تجارت (BBA) څانګي نوی آمر معرفي کړل سول!

ښاغلی عبدالقهار یما د ميرويس نیکه تعليمي او تحصلي ګروپ عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان له لوري د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د ادارې او تجارت څانګي د آمر په حيث اداري کارمندانو ته معرفي کړل سو.

د معرفت په یادو مراسمو کي د پوهنتون رهبري او اداري مسؤلينو ګډون کړی و.

ډاکټر نقیب الله افغان لومړی ښاغلي یما ته د یاد بست د مسؤليت سپارلو مبارکي وویل او په کارونو کي یې د لابریالیتوب هیله ورته وښودل.

یما صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله يې وښودل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د پوهنتون ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي ښاغلی یما د اقتصاد په برخه کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي لري او په یاده برخه کي پوره تجربه لري.

د اقتصاد پوهنځی د ادارې او تجارت (BBA) څانګي  نوی آمر معرفي کړل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23