2022-09-26

د کندهار پوهنتون رهبـري او ورسـره مـل پلاوي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ سره وليدل!

پرون یکشنبه د ميزان مياشتي پر دريمه نېټه په کندهار کي د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د کندهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالستار حقاني، د کندهار پوهنتون د بشري سرچينو آمر سيد سمیع الله قريشي او ورسره مل پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړل.

په یاده لیدنه کي د ميرويس نیکه تعلیمي او تحصيلي ګروپ عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر نقيب الله افغان، د میرویس نیکه روغتیايي علومو انستیتوت رئيس ښاغلي ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د رياست مقام مشاور ښاغلي محمد کريم کمال، او د پوهنځیو رئيس صاحبانو ګډون کړی و.

لومړی ښاغلي ډاکټر افغان د یاد پلاوي په راتګ خوښي وښودل او پوهنتون په اړه يې هر اړخیزه معلومات ورکړل.

تر مجلس کولو وروسته نوموړي پلاوي د پوهنتون د اداراتو، لابراتوارونو، ټولګیو او چاپيريال څخه لیدنه وکړل او د لیدني پر مهال يې د خوښۍ تر څنګ د کندهارۍ ټولني

لپاره دا یو ستر خدمت یاد کړ.

د یادوني وړ چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د هیواد په داخل او بهر کي

د علمي نهادونو غړیتوب هم لري او وخت پر وخت د همږغۍ پر پار غونډي کوي.

د کندهار پوهنتون رهبـري او ورسـره مـل پلاوي  د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ سره وليدل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23