2022-08-12

يو ورځنی عملي ورکشاپ ترسره سو!

استادانو ته د څېړني د شکلياتو او څرګندوالي اړوند

نن شنبه (۱۴۰۱/۹/۱۲) د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د ماسټر ټرېنر استاد زاهد په مرسته د څېړني د شکلياتو او څرګندوالي اړوند یو ورځنی ورکشاپ ورکول سو، په ورکشاپ کي د معالجوي طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځیو استادانو ګډن کړی و.

د ورکشاپ پيلامه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو وسول ورپسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د علمي مقالې پر ارزښت او اهمیت خبري وکړې.

وروسته د ورکشاپ لومړۍ برخه (نظري) د استادانو څخه په څو پوښتونو کولو سره د استاد عبدالاحد زاهد لخوا پيل سول او پر اړوند موضوعاتو يې مفصل بحث وکړ.

د ورکشاپ په دوهمه برخه (عملي) کي استادانو په ګروپي شکل پر یادو موضوعاتو کار وکړ او پايلي يې د ټولو ګډونوالو سره په خپل نوبت شریکي کړې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ظرفیت لوړوني په برخه کي دې ته ورته ورکشاپونه او سیمینارونه په لاره اچولي وه.

يو ورځنی عملي ورکشاپ ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23