2022-08-12

د حقوقي کلینیک محصلینو ته د حقوقي لیکني اړوند عملي کار ترسره سو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقي کلینیک د لومړۍ برنامې د عملي زده کړو په لړۍ کي چي مخکي پيل سوې ده، دا اونۍ د استاد محمد صادق حريفال لخوا د حقوقي ليکني په اړه عملي کار محصلينو ته ترسره سو.

د حقوقي کلینیک محصلينو ته د یادي پوهنځی د استادانو لخواعملي زده کړي ورکول کیږي تر څو تر فراغت وروسته نوموړي محصلین په ښه توګه وکولای سي چي خپل ورسپارل سوی مسؤلیت په ښه توګه اداء کړي.

د یادوني وړ ده چي یاد حقوقي کلینیک د محصلینو د عملي زده کړو تر څنګ د ټولني هغه اشخاص چي په حقوقي موضوعاتو کي ستونزي ولري، وخت پر وخت د باتجربه استادانو په مرسته ورته سالمي مشورې ورکوي.

د حقوقي کلینیک محصلینو ته د حقوقي لیکني اړوند عملي کار ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23