2022-12-08

د اقتصاد پوهنځی محصلینو د کتابتون څخه لیدنه وکړل!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی محصلینو د کتابتون څخه پر داسي مهال لیدنه ترسره کړل چي د یادي پوهنځی استادان ښاغلي صديقي صاحب او حقيار صاحب يې ملتیاء کول.

د کتابتون مدیر ښاغلي رحيم الله رحيمي استادانو او محصلینو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د کتابتون د کتابونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل ښاغلي رحيمي وويل چي په کتابتونو د هري برخي کتابتونه په ځانګړي سيسټم سره ايښودل سوي دي تر څو مطالعه کوونکي په اسانۍ سره کتاب پيدا او مطالعه کړي.

صديقي صاحب د محصلینو څخه غوښتنه وکړل چي محصل باید تدريسي ماخذو تر څنګ ازاده مطالعه هم وکړي او وخت پر وخت د کتابتونو څخه لیدنه وکړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون په علمي، ادبي، حقوقي، اقتصادي، سياسي، تاريخي، طبي او تاريخي برخو کي کتابونه او رسالې د ازادي مطالعې لپاره لري.

د اقتصاد پوهنځی محصلینو د کتابتون څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23