2023-05-05

د ميرويس نيکه پوهنتون لوبډلي د انسټو پوهنتون ته ماته ورکړل!

د پوهنتونونو په کچه د فوټسال په جوړ سوي ټورنميټ کي

 

پرون دوشنبه د کندهار د بدني روزني او سپورټ ریاست له لوري په کندهار ورزشي جمنازیوم کي د پنځو پوهنتونونو تر منځ د فوټسال سیالۍ پیل سوې.

یادي سیالۍ د کندهار د بدني روزني او سپورټ ریاست د رئیس حافظ محمودآغا بشر، د کندهار ورزشي آمر حافظ حیات الله عتیق او نورو ورزشي مسئولینو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل سوې.

د همدې سیالیو د پیل دوې لوبي وسوې چي لومړی لوبه کي د میرویس نیکه پوهنتون د انسټو پوهنتون ته ۲-۰ ګولونو په توپیر ماته ورکړه او دوهمه لوبه بیا د ملالۍ پوهنتون او سبا پوهنتون تر منځ مساوي پای ته ورسېدل.

د کندهار د بدني روزني او سپورټ ریاست رئیس حافظ محمودآغا بشر وایي چي له یادو سیالیو څخه یې موخه په پوهنتونونو، مکاتبو او مدارسو کي د ورزش پرمختګ دی او زیاته یې کړه چي په راتلونکي کي به د مکاتبو او مدرسو تر منځ هم دا ډول سیالۍ جوړي کړي.

د یادوني وړ ده چي په دغو سیالیو کي د میرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بینوا او انسټو پوهنتونونو د فوټسال لوبډلي شاملي دي او پنځه ورځي به دوام وکړي.

د ميرويس نيکه پوهنتون لوبډلي د انسټو پوهنتون ته ماته ورکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23