2023-10-15

دوه اړخيزه ډيپلوماټيکي مذاکره ترسره سول!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي
اووم سمسټر محصلينو د لارښود استاد فرهاد داوري په مرسته دوه اړخيزه ډيپلوماټيکي مذاکره ترسره کړل.

یاده مذاکره د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په سياسي علومو کلب کي ترسره سول چي د اوبو د ډيپلوماسۍ اړوند وه همدارنګه د افغانستان او تاجکستان د امو سيند د اوبو پر موضوعاتو بحثونه ترسره سو.

د یادونه وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه تل هڅه کوي تر څو محصلین د نظري زده کړو تر څنګ په عملي زده کړو سمبال ټولني ته وړاندي کړي.

دوه اړخيزه ډيپلوماټيکي مذاکره ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-22