2021-06-24

موضوع: له ازادۍ څخه تېښته

ليکنه: شريف الله بارکزی

دنده: د ثبت او معلوماتو مديريت مسؤل

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

( د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه )

کله چې خلک هڅه کوي چې دنورو په ملامتو لو سره دخپلو ستونزو له پېټي وتښتي هغوی هیڅکله نشي کولای چې د دې ستونزو له قیده ځان ازاد کړي په خپل دې عمل سره هغوی له نورو سره تړل کیږي.

له ستونزو نه د هغوی دخلاصیدو لاره دا ده چې زده کړه وکړئ چې څنکه کولی شی چې مسؤلیت منونکي شی ځکه که تاسو دستونزې دحل یوه برخه نه شئ نو خپله دستونزي یوه برخه یې. کیدای شي داموږته دردونکي وي چې دخپل کار په ساحه کې خپل شخصي مسؤلیت ومنو.

خو که څوک د مسؤلیت دمننې دروحیې لرونکي وي کولای شو چې هغه ریښتېنی انسان ونومو یوازي هغه وخت په خپل ژوند کې پرمختګ او ترقي کولای شو چې مسؤلیت منونکي شو.

د نورو دفرهنګ سرپرستي او په دې مفکوره کېدل چې نور زموږ دژوند دملاتړ مسؤلیت لري داچاري کولای شي چې یوه ټولنه تر قیوداتو لاندي راولي کله چې خلک دخپل ژوند له مسؤلیتونو تښتي اودستونزو دحل لپاره دنعمت ولې مسؤل ګڼي هغوی په ناخبره توګه خپل ازادۍ له لاسه ورکوي که یو شخص فکر کوي چې یو بل شخص ددوی دستونزو مسؤل اوځواب ویونکی دی .نور نو هغوی ازادي اوخپلواکي نه لري.

هغوی په فکري اوذهني لحاظ په نورو اشخاصو پوري تړل کېږي او دملاتړ پرته هيڅ کار نه شي تر سره کولای که خلک خپلې ستونزي نه شي حلولای اونور دخپلو ستونزو حل کونکي وګڼی هغوی له ازادۍ تېښته کوي.

اوهغه اشخاص چې په نورو پوري تړلي نه وي او په دې پوهیږي چې خپل ژوند باید خپله جوړ کړي هغه وده کوې، ځواکمنیږي او ازادیږي

یاد ولرئ چې ازادي هغه وخت راځي چي یو شخص د خپل شخصي ژوند مسؤلیت په خپله غاړه واخلي او خپل مسؤليت درک کړي.

موضوع: له ازادۍ څخه تېښته



نور اړوند خبرونه
2024-May-07