1970-01-01

د تشدیدي زده کړو د را پیل کېدو سره د طب پوهنځی د ټولو نمایندګانو سره مشورتي ناسته تر سره سول

نن پنج شنبه د کب میاشتي پر څوارلسمه نېټه د عمومي رٸیس دوکتور بهرالله صافي په مشري یاده ناسته ترسره سول، چي پکښي د محصلانو مرستیال ښاغلي بریالي سمسور، د طب پوهنځی رٸیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر او د صنفونو نماینده ګانو ګډون کړی وو.

ښاغلي دوکتور صافي په پرانسته کي له نمایندګانو څخه مننه وکړل، چي په رضاکاره ډول د خپلو ټولګیوالو خدمت کوي، هغه وویل د داسي دندي پر مخ وړل لوی اجر په دنیا او اخیرت کي لري؛ ښاغلي دوکتور صافي دوی ته په خطاب کي وویل تشدیدي زده کړي د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پریکړي سره سم به د کب میاشتي پر شپاړلسمه پیل سي، چي په دې اړخ کي ستاسي لپاره ټول تدریسي سيسټم او مواد د پوهنتون د ادرې له لوري څخه اماده سوي دي.

همدارانګه ښاغلي دوکتور صافي په خپلو خبرو کي د محصلانو د استازو څخه هیله وښودل، چي ملګري اماده او پر وخت خپلو درسونو ته راسي.

د محصلانو نمایندګانو په نوبت سره خپل وړاندیزونه شریک کړل؛ د دوی په خبره چي موږ د انلاین زده کړو په جریان کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د تدریسي بهیر څخه خوښ وو او ټولو څخه مننه کوو چي زموږ لپاره مو زحمت ایستلی وو؛ ددې ترڅنګ نماینده ګانو خپل وړاندیزونه وارول.

د مجلس په وروستۍ برخه کي د طب پوهنځی رٸیس ډاکټر حاشر هم له محصلانو څخه وغوښتل، چي خپل ټولګيوال دي وهڅوي، تر څو د تشدیدي زده کړو د پیل سره خپل تېر درسونه ښه تعقیب کړي.

د یادوني ده، چي د هري میاشتي په وروستیو کي د محصلانو د معاونیت او اتحادیې له لوري څخه د صنفونو استازو سره د ستونزو د حل په موخه جلسه نيول کیږي.

د تشدیدي زده کړو د را پیل کېدو سره د طب پوهنځی د ټولو نمایندګانو سره مشورتي ناسته تر سره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21