2021-04-24

اونیزه اداري غونډه ترسره سول

نن شنبه د ثور میاشتي پر څلورمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې اداري اونیزه غونډه د عمومي رٸیس دوکتور بهرالله صافي په مشري ترسره سول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ریحان، د محصلانو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رٸیسانو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پیل کي د هري ادارې مسؤل لومړی د تیري اونۍ د کړنو راپور وړاندي کړ او ورپسې یې د رواني اونۍ د کارونو لپاره خپل پلان جلسې ته وړاندي کړ.

عمومي رٸیس دوکتور صافي د خپل کاري پرسونل څخه مننه وکړل چي د پلانونو مطابق خپلي چاري تطبیق کوﺉ.

ښاغلي دوکتور په غونډه کي د ځینو مهمو کړنو د عملي کولو په موخه ګډون والو ته هدایات وکړل، نظرونه سره تبادله سول او د اختتامیه دعا په کولو سره ددې اونۍ غونډه پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده، چي د هري اونۍ په پیل کي اونیزه غونډه دایریږي او اداري مسؤلین د خپلو کړنو راپورونه او پلانونه دلته وړاندي کوي.

اونیزه اداري غونډه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25