2021-05-22

ايا غواړئ یو منظم شخص و اوسئ؟

که مو جواب هو وي نو دا ۶ ټکي ولولئ

ژباړه: عاصم عابد

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

(ټولنیزه برخه)

دا هغه جمله ده چې ډېر بې نظمه وګړي له ځان سره ژمنه کوي، ولې د هغوی سبا هیڅ نه رارسېږي.

د دې مقالې لوستل تاسې سره په دې برخه کې مرسته کوي. څو ټکي:

۱ ـ یادښت یې کړئ

هر کار چې ستاسې مخ ته راځي، غواړئ سرته یې ورسوئ همغه شېبه یې یادښت کړئ څه باید یادښت کړو؟

ـ د ورځني کارونو لیست

ـ اونیزو کارونو لیست

ـ د پیدایښت یا تولد نېټه

ـ هغه کارونه چې په ناڅاپي توګه مو مخ ته راځي او غواړئ تر سره یې کړئ

۲ ـ کارونه مو مه ځنډوئ

د نن کار سباته مه پرېږدئ

هیڅ وخت اجازه مه ورکوئ،چې کارونه مو حتی څو دقیقې هم ځنډ شي.

دې لپاره چې په منظم شخص بدل شې په همغه شېبه مو کار سرته ورسوه، تر هغې ترې لاس په سر کېږه مه چې تر څو دې کار خلاص شوی نه وي.

د ستړیا په وخت کې باید څه وکړو؟

ډیری خلک په دې بهانه چې (ستړی شوم ) له کار نه لاس په سر کېږي.

په داسې حال کې که غواړې چې په یو منظم شخص بدل شې باید دوام ورکړي.

تاسې کولای شئ د پنځه دقیقه یي تخنیک نه ګټه واخلئ، ځان سره ووایه چې پنځه دقیقې دوام ورکوم وروسته له هغې دمه اخلم او نور هم په همدې ډول مخ ته ځم.

لطفاً کارونه مو نیمګړي مه پرېږدئ

۳ ـ د کارونو لپاره مو وخت مشخص کړئ

شاید تر اوسه مو د پلان جوړونې په هکله ډېر څه اورېدلي او لوستلي وي.

ولې هغه څه چې اوس د زیات اهمیت څخه برخمن دي د پلان جوړونې ډول دي.

توصیه دا ده چې د خپلو کارونو د سرته رسولو لپاره لومړني کارونه باید په کټه ګوریو باندې وویشئ.

او د هرې اونۍ په پیل کې خپل کارونه په منظم ډول ترتیب کړئ.

لومړی هغه کارونه چې تاسې یې باید د هفتې په جریان کې ترسره کوئ هغه مشخص کړئ.

او د هغې لپاره هم محدود وخت وټاکئ، چې په دومره وخت کې یې باید سر ته ورسوم.

کله مو چې داسې کارونه ترتیت او تنظیم کړل بیا نو د دې لپاره چې کوم کارونه باید لومړی تر سره کړئ او کوم ورپسې او همداسې مسلسل…

په دې رقم چې ډېر مهم، لږ مهم او مهم په پام کې ونیسو.

ورځنيو کارونو ته څه ډول پلان جوړ کړو؟

ځینې ورځیني کارونه پلان جوړونې ته اړتیا نه لري

مثلاً: دسهارچای،مطالعه،سهار ناری …

دا هغه کارونه دي چې دا باید موږ خپله هره ورځ په خپل وخت تر سره کړو.

۴ ـ خپل ځان خپله باید تشویق کړو

د دې لپاره چې خپل کارونه په منظم شکل مخ ته یوسو، دې ته ضرورت لرو چې یوه انګېزه باید ولرو.

د مثال په ډول:

یعنې که ما د نن ورځې کارونه ټول په منظم ډول ترسره کړل نو د خپلې خوښې خواړه به خورم یا هم کوم بل امتیاز به ځان ته ورکوم.

ولې که تر سره مې نه کړ تر یوې هفتې پورې به د خپلې خوښې خواړه نه خورم.

۵ ـ ممکن موږ داسې کوم خواص ولرو چې خپل شیان ورکوو یا یې هیروو

غیرې منظم اشخاص یو عادت دا هم لري، چې خپل شیان ورکوي.

مثلاً :کیلي،غږمل،قلم،د یاداښت کتابچه…

مثلاً که کیلي په نظر کې ونیسو ډېره ساده ده، ځانته د کیلي د ځوړندولو لپاره یو ځای مشخص کړئ.

د دې لپاره چې زه یو کاري ځای ته ورسېږم او یا هم ونه رسېږم دا باید په مشخص ځای کې کېږدم.

دا کار باید د ځان لپاره عادت وګرځوم.

۶ ـ د خپلې یوې عادي موضوع لپاره هم باید موږ پلان جوړ کړی اوسي.

که تاسې چېرې د استیو جابز چ (د اپل کمپنۍ بنسټ ایښودونکی ) دی د هغې ویډیو ګانې وګورئ نو هغه خپل د کالو/ لباس بدلولو لپاره هم یو منظم پلان جوړ کړی و او په همغې ترتیب مخ ته تله.

د هر ډول مراسمو لپاره به یې مشخص لباس لره او همغه به یې اغوسته.

موږ هم باید مشخص کړو چې د څه وخت لپاره څه ډول لباس وټاکو.

نه یواځې دا چې په دې برخه کې منظم پلان سره مخ ته لاړ شو باید د ژوند ټول اړخونه په همدې ډول د یو منظم پلان سره مخ ته یوسو.

ايا غواړئ یو منظم شخص و اوسئ؟



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25