2021-05-22

د محصلینو د نوښتونو په برخه کي یو بل نوښت

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د پنځم سمسټر نوښتګر محصل ښاغلي محمد رفیع آزاد د ځوانانو د مطالعې لپاره د خندا او بریا لس رازونو تر عنوان لاندي کتاب لیکلی دی.

چي نن شنبه ښاغلي ازاد د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي کتابتون آمر ښاغلي کریم الله احمدي ته ۲۰ ټوکه کتابونه د ډالۍ په توګه تسلیم کړل، تر څو ځوانانو د یاد کتاب څخه ګټه پورته کړې وي او د ژوند په چارو کي ورته د بریا لاري نوري هم پراخي سوي وي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ښاغلي ازاد دا نوښت وستایئ او د لابریالیتوب غوښتنه يې ورته وکړل.

د یادوني وړ ده چي د دې څخه مخکي هم یو شمېر محصلینو دا ډول نوښتونه کړي دي او لا هم دا د نوښت لړۍ جریان لري.

د محصلینو د نوښتونو په برخه کي یو بل نوښت



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25