2021-05-26

د معالجوي طب پوهنځی څخه اویا تنه ځوان ډاکټران ټولني ته وړاندي سول

د نهمي دورې یاد ډاکټران نن سه شنبه د جوزا میاشتي پر څلرمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې څخه فارغه سول؛ چي په یاده غونډه کي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافی، مؤسس او د میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت رئیس ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي اداري مرستیال ښاغلی ریحان، د محصلانو چاذو مرستیال ښاغلي سمسور، د درې واړه پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د ټولني روحانینو، علماء کرامو د دولتي او خصوصي ادارو مسؤلینو، د فارغانو والدینو، میندو او خویندو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي عمومي رئیس دوکتور صافي ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ مبارکي وویل، ښاغلي دوکتور وویل کلونه وړاندي مو اولادونه امانت په دې امید موږ ته را سپارلي وه، چي په لوړو زده کړو یې در سمبال کړو؛ خو نن الحمدالله هغه ورځ راغلې ده او د خپلو استادانو په زیار او هڅه ستاسو اولادونه په عالي تحصلاتو سمبال او ځوان ډاکټران دي. د دوکتور صافي په خبره چي د نورو امکاناتو تر څنک زموږ محصلان د عملي زده کړي لپاره مجهز روغتون لري چي محصلان په مسلکي ډول زده کړي پکښي کوي.

دوکتور صافي هیله وښودل چي کورنۍ دي په خپلو اولادونو نوري زده کړي هم وکړي.

علمي مرستیال ډاکټر نور د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې شالید ته کتنه وکړل او خپلي ټولي لاسته راوړني او خدمات یۍ مخاطبینو ته وړاندي کړل.

د طب پوهنځی رئیس ډاکټر فضل الرحمن حاشر د محصلانو په تحصیلي بریاو رڼا واچول.

د محصلانو په استازولۍ ډاکټر محمد طاهر د تحصيلي مزل پر لوړو ژور، خاطرو او زده کړو رڼا واچول، د استادانو څخه یې د زړه د تله مننه وکړل چي زحمت یې ورسره کښلی دی.

د والدینو په نمایندګي دیني عالم مولوي عبدالحنان همت د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د رهبرۍ او استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړل چي یو ستر خدمت یې مخه کړې ده او ځوان نسل روزي.

په غونډه کي د میرویس نیکه خصوصي ښوونځی زده کوونکو ترانې وویلې او د غونډي په وروستۍ برخه کي د فارغانو د فراغت تحصیل نامې ورته وویشل سوې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د اتمي دورې په فراغت غونډه کي هم نژدې سل تنه فارغه سول۔

د معالجوي طب پوهنځی څخه اویا تنه ځوان ډاکټران ټولني ته وړاندي سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25