2021-03-04

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري د طب پوهنځی د استادانو سره جلسه ترسره سول

نن پنج شنبه د حوت میاشتي پر څوارلسمه نېټه عمومي رئیس دوکتور صافي د علمي مرستیال ډاکټر نور، د محصلانو چارو د مرستیال ښاغلي سمسور په ملتیا د طب پوهنځی د استادانو سره لیدنه وکړل.

ښاغلي دوکتور صافي لومړی له استادانو څخه مننه وکړل چي د قرنتین په اوږده موده کي یې محصلانو ته پر وخت انلاین تدریسي بهیر په ښه ډول ادا کړی دی او زیات مواد یې د انټرنیټ له لاري محصلانو ته ور رسولي دي.

ښاغلي صافي استادانو ته په خپلو څرګندونو کي زیاته کړل چي په راتلوونکو دوو ورځو کي تشدیدي زده کړي پیلیږي او موږ باید له اداري او تدریسي اړخه څخه بشپړ چمتوالی ولرو؛ هغه له استادانو څخه غوښتنه وکړل چي محصلانو د اوږدې رخصتۍ څخه بیرته حضوري درسونو ته را ستنیږي او موږ ته پکار ده چي د دوی ظرفیت ته لا ډیره توجو وکړو.

په جلسه کي د محصلانو په تدریسي او اداري اړخ کي د رضایت د ترلاسه کولو لپاره مشورې او نظرونه تبادله سول.

استادانو په غونډه کي ژمنه وکړل چي خپلو مکلفیتونو ته به پر وخت رسیده ګي کوي.

د یادوني وړ ده چي څو میاشتي وړاندي د دریو پوهنځیو په کچه ټول استادان را وغوښتل سول او د تدریسي بهیر پر کیفیت باندي بحثونه ورسره وسوې.

د عمومي رئیس دوکتور صافي په مشري د طب پوهنځی د استادانو سره جلسه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-23