2021-06-01

موضوع: په اسلام کي ولي يوه ښځه ډير خاوندان نه سى کولاى

ليکنه: وکيل احمد نوري

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

د معالجوي طب پوهنځی محصل

(محصلينو د مقالو برخه)

الله تعالى د ټول انسانيت د فايدې لپاره يو داسي نظام او قانون راليږلى دى چي د هر انسان د فطرت سره موافق دى

او د انسانانو څخه سوا د ټول مخلوق پکى فايده ده

نو راځئ چي د دې خبري د حکمتونو نه ځان خبر کړو چي اسلام ولي د ښځي لپاره ډير خاوندان حرام کړي دي.

1-د ټولو نه لوى سبب خو دا دى چي د الله تعالى د امر تابعدارى ده ځکه الله تعالى ښځه د څلورو خاوندانو نه منع کړې ده

خو سړي ته يې د څلور ښځو اجازه ورکړې ده الله تعالى فرمايى

ژباړه- نو کومي نوري ښځي چي ستاسي خوښيږى د هغو له دوو درېيو يا څلورو سره نکاح وکړى خو که تاسي سره دا اندښنه وى چى له هغو سره به عدالت ونه سى کړاى نو يوه ښځه وکړى يا له هغو (مينزو) څخه ازدواجي کار واخلئ چى تاسي ته په لاس درغلي دي يعني چي د هغو مالکان ياست په دې توګه له بې عدالتۍ څخه په ښه شان ژوغورل کيداى سئ.

2- الله تعالى د سړى په فطرت کى د شهواتو سره مينه اچولې ده په خلاف د ښځي چي د هغې جنسي رغبات د سړى په شان نه وي.

3- الله تعالى د ښځي بدن کمزوره او لطيف پيدا کړى او د دې سره پرې حيض، نفاس او مرضتيا مقرره کړې ده نو ښځه د يو خاوند کارونه سر ته نه نسي رسولاى نو که خاوندان يې ډير سي بيا خو بيخي نسې.

4- په اسلام کي د ښځي خرچه په خاوند حق دى نو يو سړى کولاى سي چي څلور ښځو ته خرچه ورسوي خو يوه ښځه نشى کولاى چي څلورو خاوندانو ته خرچه ورسوي ځکه ښځه کمزورې ده.

5- دښځي په بدن کي الله تعالى د مرضونو د مقاومت ماده پيدا کړې ده چي د هغې په واجه د ښځى عمر د سړى په نسبت زيات وي د سړو عمرونه هم کم وي او په جنګونو او نورو حادثو کي هم زيات مړه کيږي نو د ښځو تعداد د سړو نه زيات دى نو مناسبه ده چي يو سړى څلور ښځي وکړي.

6- د واده مقصد دنبي عليه السلام امت زياتول دي که يوه ښځه د څلورو کسانو سره واده وکړي نو په يو کال کي څلور بچي نشى راوړى.

7- که د يو ښځي سره د يو نه زيات سړى یو ځای شي نو د رحم کنسر ورته پيداکيږي ځکه د ښځي د فرج په سيستم کى الله تعالى داسي مواد پيدا کړي دي چى د يو سړي نطفه (منى) پيژني او په هغه کي چي کوم ميکروب وي هغه وژني او کله چي نارینه زیات شي نو دغه سيستم هم خپل کار پریږدي چى وروسته بیا د کينسر سبب کیږي.

8- کله چى د ښځي خاوند مړ شي يا يې طلاقه کړي د کنسر نه د بچاو لپاره اسلام د ښځي لپاره عدۃ مقرره کړې ده چي د هغې په واجه د ښځي رحم پاک شى د اولنى خاوند د نطفې نه او د نوي خاوند د نطفې د استقبال لپاره قابل شى.

موضوع: په اسلام کي ولي يوه ښځه ډير خاوندان نه سى کولاى



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25