2021-06-01

زموږ فارغ محصل!

ښاغلی نعمت الله هوتک چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د لومړۍ دورې فارغ محصل دی.

ښاغلی هوتک فعلا په مرکز کابل کي د افغانستان نړیوال بانک د مشتریانو د حقوقو د محافظت د عمومي مدیريت مسؤلیت په غاړه لري.

چي تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.

هوتک د لیسانس زده کړو تر بشپړ کولو وروسته اوس فعلا په کاردان پوهنتون کي د مالي مدیریت په برخه کي د ماسټري د اخیري سمسټر محصل دی.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25