2021-06-01

موضوع: د سـکون تــلاښ

ليکنه: اصيل (زارع)

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

(محصلينو د مقالو برخه)

حقیقي خوشحالي څه ده؟

حقیقي خوشحالي خو هغه وي، چي په ترلاسه کولو سره یې د بنیادم روح د الهي سکون څخه برخمند سي، الهي نور یې په زړه، خبرو، افعالو او رنګ کي بې مثاله کیف او ښایست وزېږوي.

زړه او فکر یې ارام او د خوشحالۍ شغلې یې د مخ د پاسه د ورایه معلومي سي.دا حقیقي خوشحالي هغه سکون دی، چي هر بنیادم یې په تلاښ او امید ژوند کوي.

بلکي حقیقي خوشحالي د سکون او احساس دویم نوم وي، چي الله تعالی د یو وږي په مړولو، د یو تږي تنده ماتولو، د یوه ضرورمند مرسته کولو، د یو خوابدي پخلا کولو، د یو غمجن خندولو، د یو چا خراب وخت کي په ښه ورتللو، د یو چا خدمت کولو،د مشر اطاعت کول، د یو محتاج حاجت رفعه کولو او د عزوجل په رضایت کي نغښتی دی.

دا حقیقي خوشحالي یا سکون د هر بنیادم نصیب کي نه وي، بلکي دا د هغه مخلوق په نصیب وي چي د خالق بېره او خوف په زړه کي ورسره مل وي، تقوا ولري او د هر مخلوق حقوق یې پر ځای کړي وي.

دا حقیقي خوشحالي هغه سکون دی چي د هر بنیادم یې په تلاښ پسې ګرځي، ځیني یې شهرت کي لټوي، ځیني یې شتمنۍ کي لټوي، ځیني یې رنګ کي لټوي، ځیني یې جغرافیه کي لټوي او ځیني نور یې بیا د نفس په تابعیت کي لټوي.

بنیادم همیشه د سکون په لټه کي وي، خو دا ورڅخه هېره وي، چي سکون د خالق په رضایت او د هغه د مخلوق سره په حسن اخلاقو کولو کي نغښتی دی.

موضوع: د سـکون تــلاښ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25