2021-06-01

موضوع: نړيوال بانک (World Bank)

ليکنه: استاد محمد خالد عزيزي

دنده: د اقتصاد پوهنځی د BBA څانګي آمر

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

( د کارمندانو د مقالو برخه)

مونږ پداسې نړى کې ژوند کوو چې هم پکې ډيره بډايي او هم ډيره بېوزلي اوغريبي ده. له شاوخوا (7. ميليارده وگړو څخه (10%) د ورځې له 2 ډالرو څخه لږ عايد درلودو سره ژوند کوي، د نړیوال بانګ د راپور له مخي (700) میلیونه وګړي د ورځي (1.90) ډالرو څخه کم عاید لري.

د دا ډول بيوزليو او بيوسيو له مينځه وړل په داسې حال کې چې د نړۍ وگړي به د يو اټکل له مخې په (2050) میلادي کال کې (9.7) ميلياردو ته ورسيږي د نړیوالو لپاره د اندیښنې خبره ده.

د بيوزليو او بيوسيو د کمښت لپاره په ټوله نړى کې د نړیوال بانک کار روان دى. دا موضوع د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په زياتوالي٫ په دې ځواک او توان ورکولو سره٫چې له دې فرصتونو څخه گټه واخلي تحقق مومي او ښوونې کيږي.

نړيوال بانک په ښوونځيو٫روغتيايي مرکزونو٫د اوبو او بريښنا برابرولو٫له ناروغيو سره د مبارزې او د ژوند د چاپيريال په ساتنه کې د پانگې اچولو لپاره د غړيو هيوادونو او حکومتونو د هڅو او هلو ځلو ملاتړ کوي. نړيوال بانک د هغه عام او متداومه مفهوم له مخې يو بانک نه دى دا يوه نړيواله مؤسسه ده چې په هغه کې ١٨۹ پرمختللي، مخ پر ودې او وروسته پاتي هيوادونه غړيتوب لري.

نړيوال بانک په ١٩٤٤ميلادي کال کې د بيارغونې او پرمختيا نړيوال بانک په توگه تاسيس شوى د‌ى. کله چې يي په ١٩۴۴م کال کې خپل لومړنى فعاليت پيل کړ٣٨غړي يي درلودل د غړيوشمير يي په١٩٥٠ او١٩٦٠لسيزو کي زياتوالي وموند ځکه چه ډيرو زياتو هيوادونو خپله ازادي او ورسره يي د بانک غړيتوب هم ترلاسه کړ.

د دي ترڅنګ چه د غړيو په شمير کي يي زياتوالي رامنځته کيده ورسره ورسره د بانک په تشکيل کي بدلون او پراخوالي هم رامنځته کيده. اوس نړيوال بانک له پينځو بيلا بيلو ادارو څخه جوړ دي چه په مجموع کي د نړيوال بانک ګروپ جوړوي. بانک د يو کوپراتيف شکل او بڼه لري چه غړي يي پکي برخمن يا ونډه لرونکي دي دغه هيوادونه داجرايوي ډايرکټرانو دبورډ له خوا د بانک سياست او تګلاره ټاکي دهغي کړني او عمليات څاري او له خدمتونو څخه يي ګټه اخلي. نړیوال بانک یوه نړیواله مالي مؤسسه ده چې د نړۍ ټولو ملکونو ته، خصوصاً د درېيمې نړۍ هېوادونو ته، د پانګونې د پروګرامونو لپاره پور ورکوي. په لومړیو کي نړیوال بانک دوې ادارې درلودي، چې يوه يې د بیارغونې او پراختیا اداره وه او بله يې د نړيوالې پرمختيا ټولنه وه.

د نړیوال بانک اصلي موخه په نړۍ کې د بېوزلۍ کمېدنه ده چې اوس د درېيمې نړۍ په هېوادونو (Third World Countries) کې یوه لویه ستونزه ده. په (۱۹۴۴م) کال کې په بریټن ووډ کنفرانس (Bretton Woods Conference) کې پرېکړه وشوه چې له نړيوال بانك سره درې نور انسټېټیوټونه هم جوړ شي چې په هغه کې د پیسو نړیوال صندوق یا (International Monetary Fund) هم شامل و. دنړيوال بانک مرکزي دفتر په واشنګټن ډي سي او په هيوادونو کي له (130) زياتي څانګي لري. دنړيوال بانک په جنوبي اسيا کي دفترونه :کابل ٫ډاکه ٫ډهلي ٫کتماندو ٫اسلام اباد او کولمبيا کي دي.

مخ پر ودې هیوادونو سره د اوږد مهاله مالي مرستو پربنسټ پرمختیايي پروژې او پروگرامونه پلي کوي. ځانگړې مالي مرستې له هغو هیوادونو سره کوي چې کلنی ناخالص عاید یې د (۸۶۵) امریکايي ډالرو څخه کم وي چې دا چاره د خپل اساسي ارگان ( نړیوال پرمختگ موسسه ) ( IDA ) له خوا پرمخ وړي. خصوصي سکټور او تشبثات هڅوي او ورسره تخنیکي او مالي مرستې کوي چې دا چاره د خپل بل ارگان (نړیواله مالي موسسه ) ( IFC ) له خوا سمبالوي.

دنړيوال بانک کارکوونکي : نړیوال بانک د (170) هیوادونو څخه د (16000) څخه زیات کارکوونکي لري، چه په واشنګټن ډي سي او نورو اړوندو دفترونو کي په دندو بوخت دي.

دنړيوال بانک ملکيت په کوم خاص ملت پوري اړه نلري. د نړيوال بانک د غړيتوب د لاسته راوړلو لپاره لمړي بايد يو هيواد د نړيوال وجهي صندوق يا (IMF) غړي واوسي او د بانک په نورو ادا رو کي د غړيتوب د لاسته راوړلو لپاره په ( IBRD) يا د بيا رغوني او پرمختيا په بانک کي غړيتوب شرط دي.

د نړيوال بانک د ګروپ پيژندنه:

دنړيوال بانک ګروپ له پنځو ارګانونو(ادارو ) څخه جوړ شوي دي:

1. دبيا روغوني او پرمختيا لپاره نړيوال بانک(IBRD )

2. دنړيوالي پرمختيا اداره (IDA)

3. نړيواله مالي اداره (IFC)

4. د څو اړخيزه پانګي اچوني د تضمين اداره (MIGA)

5. دپانګي اچوني دشخړو او لانجو دحل او فصل نړيوال مرکز (ICSID)

موضوع: نړيوال بانک (World Bank)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25