2021-06-01

نن دوشنبه (د می میاشتي ۳۱مه) د تمباکو د نه استعمال نړیواله ورځ ده.

تمباکو هغه ناوړه مواد دي چي خپل نيم استعمال کوونکي وژني

راسئ چي د خپل ځان او کورنۍ د ساتني په خاطر د دې ناوړه موادو د استعمال څخه ډډه وکړو.

د Marlboro سګريټو بنسټګر چي د سږو د سرطان له امله يې خپل ژوند د لاسه ورکړ ټولني ته يې خپل وروستی پېغام په دې شکل پرېښود:

« خپلو ماشومانو ته زیاته پاملرنه کوئ، د تمباکو استعمال به تاسو او ستاسو ماشومان ووژني، زه د دې پېښي شاهد او ژوندی مثال یم.»

د یادوني وړ ده چي په نړۍ کي تر ۸۰ سلنه زیات سګرېټ په بې وزله هېوادونو کي څکول کیږي.

نن دوشنبه (د می میاشتي ۳۱مه) د تمباکو  د نه استعمال نړیواله ورځ ده.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25