2021-06-01

د کیفیت د لوړاوي کمېټې جلسه ترسره سول

پرون یکشنبه د جوزا میاشتي پر نهمه نېټه د کیفیت د لوړاوي کمېټې جلسه ترسره سول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان صاحب، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور صاحب، د پوهنځیو رئیسانو، د کیفیت لوړاوي آمريت آمر ښاغلي ویس عزیزي او د یادي کمېټې غړو ګډون کړی وو.

په غونډه کي د حقوقو او اقتصاد پوهنځیو د راتلونکو ارزونو په اړه خبري وسوې.

ښاغلي عزیزي وویل په کل کي ټولي چاري ښه په همږغۍ سره رواني دي خو بیا هم زموږ تمرکز اوس د حقوق او اقتصاد پوهنځیو د ارزونو لړۍ ده.

علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور د دوی هڅي وستایلې او هیله یې وښودل، چي د لوړو زده کړو وزارت د ټولو معیاراتو په نظر کي نیولو سره پر مخ ولاړ سي.

د جلسې په لړ کي اندونه سره تبادله سول او په وروستیو کي اختتامیه دعا وسول.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي د طب پوهنځی د ارزونو په باب ګډ کار تر سره سوى وو.

د کیفیت د لوړاوي کمېټې جلسه ترسره سول



نور اړوند خبرونه
2024-May-23