2021-06-01

موضوع: کتابونه مطالعه کوم خو هیڅ مي ذهن کي شی نه کښیني!

ليکنه: قدرت الله (خادم)

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

(محصلينو د مقالو برخه)

ډېر کسان او ملګري شکایت کوي او وايي، چي ټول کتاب يې مطالعه کړ خو حتا په دې هم نه پوهیږي، چي ددې کتاب اصل هدف او موخه څه وه؟

کوم مهمې موضوعات پکښې کي وه؟

ځیني کسان خو چې د مکتب او پوهنتون ازموینو ته امادګي نیسي، نو یوه صفحه درې ځلې ووایي او بیا يې هم په دماغ کې څه نه پاتیږي.

ستونزه او مشکل چیري دی؟

سبب يې دا نه دی، چې ګواکي ستاسو حافظه کمزورې یاضعیفه سوې ده. بلکې علت او سبب يې دا دی چې ستاسو د لوستلو او مطالعه کولو طریقه ناسمه ده!

تر ټولو لومړۍ اشتبا مو داده چې موږ ډېر وختونه د کتاب د لوستلو څخه د کتاب ختمولو ته تلوار او تلوسه کوو. او د اکثره پراګرافونو څخه تیریږو ځینې عنوانه خو ګرسره نه وایو دا ډیره ناسمه کړنه ده ځکه په دې سره ستاسو څخه د کتاب اصلي موخه او هدف ورکیږي او تاسو نه سی کولای چې د کتاب اصلي هدف پیدا کړی په دې سره هغه څه چې مو ویلي وي، زموږ او ستاسي په ذهن کې نسي پاته کیدلای!

ځینې نور کسان بیا یوازي هغه کتابونه مطالعه کوي چې مینه اوعلاقه ورسره ولري او که ددوی د ذوق او علاقي پرته نور کتابونه ورکړئ، یا خو يې وایی نه او یايې هم په دماغ کې څه نه پاته کیږي!

د ذوق او علاقي مطابق کتابونه مطالعه کول او د نورو کتابونو څخه صرفي نظر کول ستاسو پوهه او معلومات محدوده وي ښه داده چې هر ډول کتابونه مطالعه کړو

خو سوال دا دی چې څنګه یو څه یا یو کتاب مطالعه کړو اوهغه موپه ذهن کي یاد پاته سي؟

موږ دغه سوال ته ځواب لرو!

مخکې د دې چې تاسو کم کتاب مطالعه کول شروع کړئ څو سوالونه په خپل فکرکي یاد ولرئ او یا يې هم په یو کاغذ درسره نوټ ولیکلئ د کتاب د د ویلو وروسته هغه سوالونو ته ځواب ورکړئ.په دې سره به چي تاسو کوم څه یا یو کتاب مطالعه کړی وي ژر به مو نه هیریږي.

دلته تاسو ته [7] سوالونه درکوو چې تاسو یی د مطالعې پر وخت د خپل ځان څخه وکړئ. ددې [7]سوالونو حل ستاسو سره مرسته او کومک کوي چې هم تاسو ته مطالعه جالبه دل چسپه کړي او هم به ستاسو په ذهن او فکر کې هغه څه پاته سي چې مطالعه کړي مو وي!

۔1۔لومړۍ سوال:

که چیري ددې کتاب څخه زه درې شیان زده کړم هغه به څه شي وي؟ څه ډول به يې په خپل ورځني ژوند کې عملي کوم؟

کتابونه د معلوماتو ټولګي دي او ګڼ شمیر موضوعات پکښي رانغښتې دي خو مهمه نه ده چې تاسو د کتاب هره خبره زده کړئ. زموږ حافظه ډېر لږ وخت له درو څه زیات پیغامونه په یوه وخت کې اخیستلای سي. کوښښ وکړئ، چې دري مهم پیغامونه چې ستاسو د ورځنې ژوند سره هم اړیکه ولري پکښي پیداکړی که معلومات ستاسو دورځنې ژوند سره تماس ونه لري، باور دا دی چې دا ډول معلومات به مو هم ژر د فکر او ذهنه ووځي!

۔2۔دوهم سوال:

د لیکوال منطق اوپشنیهادونه څه دي؟

هر لیکوال د یوه هدف له مخې لیکل کوي ددوی د لیک تر شاه یو هدف وي ځینې کتابونه هڅوونکي وي؛ ځینې معلوماتي وي؛ ځینې نور کتابونه بیا دځان سره پیغامونه لري تاسو د لیکوال په موخه ځان پوه کړئ. بیا يې د موخې لپاره د لیکوال منطق او پشنیهادونه پیدا کړئ!

۔3۔دریم سوال:

لیکوال غواړي، چې کومې ستونزې حل کړي؟

تقریباُ هر یو کتاب د یوې یا زیاتو ستونزو د حل په موخه لیکل سوی دي د حقوقو نیولي بیا تر ادبیاتو انجینرۍ او طب پوري ټول کتابونه د ستونزو حل لارې پیشنهاد کوي هڅه وکړئ، څو پیدا کړی چې کتاب د کومې/کومو ستونزو د حل لپاره لیکل سوی دی.

۔4۔څلورم سوال:

لیکوال د کلیدي نظریاتو په وړاندې کولو کې د کومو سټراټیژیو او روشونو څخه کار اخیستی دی؟

کله چې د لیکوال د لیکنې په سټایل او سبک وپوهیږۍ نه یوازي دا چې یاداښت به مو ښه سي بلکې ستاسو د لیکوالۍ هنر او مهارت به هم لوړ اوزیات سي!

۔5۔پنځم سوال:

له ځانه څخه وپوښتۍ، چې د کتاب د عنوان په اړه څومره پوهیږئ؟ کتاب ستاسو دمعلوماتو سربیره اضافه نور کوم معلومات لري؟

زموږ څخه زیات وختونه د کتاب لوستل ددې له کبله پاته کیږي، چې زموږ د پخواني معلوماتو سره سر نه خوري کوښښ وکړئ چې کله هم کوم کتاب یا موضوع وایاست د موضوع په اړه خپل پخواني معلومات په یاد راوړئ.

شپږم۔6۔ سوال:

ایا په کتاب کې داسې څه سته چې زه پرې ددې وړاندې نه پوهیدم؟

دا کړنه ګرانه ده چې زموږ سر دې د کتاب په هره برخه د سره تر پایه خلاص سي ولې مهمه خبره داده چې موږ باید په کتاب کې داسې څه پیدا کړو، چې زموږ لپاره بلکل نوي یي

اووم۔7۔ سوال:

د کتاب کومه برخه مو خوښه / ناخوښه سوه؟

که غواړئ چې ګټوره مطالعه وکړئ نو له ځان دا پوښتنه ضروري خامخا وکړئ چې د مضمون په اړه مو څه خوښ سوه او ناخوښه سوه دا چاره تاسو سره د موضوع په یاد ساتلو کې مهمه ده.

موضوع: کتابونه مطالعه کوم خو هیڅ مي ذهن کي شی نه کښیني!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25