2021-06-05

زموږ فارغ محصل

ښاغلی استاد ذبيح الله الهام چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د پنځمي دورې فارغ محصل دی.

الهام صاحب فعلا په ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسه کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د ادارې او ډيپلوماسي څانګي د آمر په حيث دنده اجراء کوي او تر څنګ يې په یاده پوهنځی کي د استادۍ مسؤلیت هم په غاړه لري. چي تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.

استاد الهام د لیسانس زده کړو تر بشپړ کولو وروسته په مرکز کابل کي خپلي د ماسټري زده کړي په سياسي علومو او نړيوالو اړيکو کي بشپړي کړي دي.

الهام صاحب په خپله برخه کي تر دې مهاله دوه تدریسي کتابونه ترتیب کړي دي چي په نږدې راتلونکي کي به يې د چاپ چاري بشپړ او ټولني ته به د استفادې لپاره وړاندي سي.

ښاغلی الهام په فارغه وخت کي د ټولني د حقوقي ستونزو د حل په موخه هيوادوالو ته حقوقي مشورې ورکوي او ستونزو ته يې رسيدګي کوي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته

زموږ فارغ محصل



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25