2021-03-07

د تشدیدي زده کړو د پیل په موخه د ټولو اداري مامورینو او استادانو هڅي د قدر وړ دي

یادي څرګندوني نن یکشنبه د کب میاشتي پر اولسمه نېټه عمومي ریس دوکتور بهرالله صافي په اونیزه جلسه کي وکړې؛ چي پکښي درې واړه مرستیالانو، د پوهنځیو مسؤلینو او د ادارو آمرانو ګډون کړی وو.

په پرانسته کي ښاغلي دوکتور صافي له ټولو څخه مننه وکړل چي د یو منظم میکانیزم له مخي ېې اداري ټیم او استادانو هڅي وکړې او د حضوري زده کړو د پیل لپاره یې ښه اماده ګي نیولې وه.

ښاغلي دوکتور وویل موږ نن ثابته کړل چي د خپلو اولس لپاره د هر راز علمي خدمتونو ته لومړیتوب ورکو.

همداراز ښاغلي دوکتور صافي وویل د پوهنځیو مسؤلین دي خپلو ټولو استادانو ته لارښوونه وکړي چي په تدریسي برخو کي د دوی اړتیاو ته رسیده ګي وکړي.

د اونیزي جلسې په منځنۍ برخه کي د ټولو ادارو مسؤلینو خپل اونیز راپورونه جلسې ته واورول.

په مجلس کي د چارو د چټکتیا په موخه ټولیز نظرونه شریک سول.

د یادوني وړ ده چي د حضوري زده کړو د پیل سره نن لومړۍ اونیزه جلسه وه چي ترسره سول.

د تشدیدي زده کړو د پیل په موخه د ټولو اداري مامورینو او استادانو هڅي د قدر وړ دي



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03