2021-06-05

د خواخوږۍ او تسلیت پېغام!

په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د استاد ښاغلي حکمت الله حقيار پلار او د سولي عالي شورا مخکنی رئیس مرحوم الحاج شیر احمد حقیار د ور پېښي ناروغۍ له امله په حق ورسېدی.

انا الله و انا الیه راجعون

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رهبري او اداري پلاوی د دې ستري غمجني پېښي له کبله د استاد حقيار کورنۍ ته د زړه له تله تسلیت وړاندي کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه آرواښاد ته جنت الفردوس او دوستانو ته يې د صبر الجميل غوښتنه کوي.

د خواخوږۍ او تسلیت پېغام!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25