2021-06-07

موضوع: ټولنیزي رسنۍ

ليکنه: استاد عبدالحميد «عيان»

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

دنده: د اقتصاد پوهنځی استاد

(د کارمندانو د مقالو برخه)

۱ـ د ټولنیزي رسنۍ اصطلاح:ـ

ټولنیزه رسنۍ په اصطلاح کې د خلکو ترمنځ د تعامل وسیلې ته اشاره کوي چیرې چې خلک په مجازي ټولنو او شبکو کې معلومات او نظریات رامنځته کوي، شریکوي او یا تبادله کوي.

د ټولنیزي رسنۍ اصطلاح د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کې استعمال سوه، چې د تکنالوژۍ دا تیز تغیر او ویش یې په مختلفو برخو باندي د باور څخه لیره خبره ده مګر د تکنالوژې همدغه تیز او چټک پرمختګ د ټولنیزې رسنۍ تعریف او پېژنده یوسه اسانه کړیده.

۲ـ د ټولنیزي رسنۍ تعریف:

د (Merriam-Webster) ډکشنري په اساس ټولنیزه رسنۍ داسي تعریف کولای سو:

(ټولنیزه رسنۍ د برېښنایې مفاهمې یو شکل دې په کوم کې چې یې کاروونکې په انلاین ډول سره ټولني جوړوي او خپل معلومات، نظرونه او نور مضامین شریکوي).

او یا هم په لنډ ډول ویلای سو چې ټولنیزه رسنې یوه ډجیټلي اله ده په کوم کې چې کاروونکي یې کولای سي چې چټکې سره مختکف مضامین جوړ او شریک کړي په عام ډول سره.

خلک ټولنیزو رسنیو ته د هغه اپلیکیشنونو په مرسته لاسرسی پیدا کوي کوم چې د دوی په موبایلونو او کمپیوټرونو کې موجود وي چې بیا د هغه په واسطه کولای سي چې مختلف شخصي، ټولنیز او یا هم سازماني حسابونه جوړ کړي او د هغه په مرسته مختلف او ګټور معلومات جوړ، تحلیل، شریک او یا هم ګډون پکښي وکړي.

د نړې په سطحه په لسګونو ټولنیزي رسنۍ موجودي دي چې د هغوی څخه یې ځیني مشهوري په لاندي ډول دي:

You Tube, QQ, Quora, Telegram, WhatsApp, LINE, Snapchat, Pinterest, Viber, Facebook.

د مثال په ډول په ټولنیزو رسنیو کې چې ډیره مشهوره ده او د سل میلونه څخه زیات فعاله کاروونکې لري فسبوک(Facebook) یادولای سو چې د نړۍ په هرځای کې په زورونو کاروونکي لري.

۳ـ په نړۍ کې د ټولنیزي رسنۍ کاروونکو شمیر او اندازه:

په ۲۰۲۰ کال جنوري کې د یو سروې په اساس د نړي د ټول ۷.۷۵ بیلونه نفوس څخه یې ۵.۱۹ بیلونه ځیرکو ټلفونونو ته لاس رسی لري چې د دوی څخه یې ۴.۵۴ بیلونه یې اینټرنیټ ته او ۳.۸۰ بیلونه یې په ټولنیزه رسنۍ کې فعال حسابونه لري چې دا شمېر هره ورځ د ډېریدو په حال کې دې یعني په لنډ ډول ویلای سو چې د نړې تقریباً نیم نفوس یا انسانان په ټولنیزه رسنۍ کې فعال حسابونه لري او هره ورځ پکښي په ساعتونو ساعتونو فعالیت کوي او ورڅخه څه نا څه زده کوي.

۴ـ د ټولنیزي رسنۍ اهمیت په اقتصاد کې:

ټولنیزه رسنۍ د ژوند په هر اړخ کې بي حسابه ګټي لري چې د هغه لیکل او بیانول ډیر وخت او کار ته اړتیا لري خو موږ به يې دلته په اقتصاد کې د ټولنیزي رسنۍ د اهمیت په اړه لږ معلومات وړاندي کړو.

1. د زیاتو کارونو یا دندو رامنځته کول:

د یوه طرفه د ټولنیزو رسنیو کمپنیو او مالکانو ډیر زیات خلک په کار وګمارل د بله طرفه مختلفي نړیوالي کمپنۍ هڅه کوي چې په ټوله نړۍ کې خپل ځان او برانډ مشهور کړي چې ددې هدف د لاسته راوړلو لپاره یې کارمندان ګمارلي دي او همدارنګه دولت او تحصلي مرکزونو هم د ټولنیزو رسنیو د کنټرول او صحیح کاروني لپاره مختلف او ډیر کارونه رامنځته کړي دي.

2. د کاروبارونو سره په نړیوال کیدو کې مرسته:

ډیري کمپنۍ او کاروبارونه غواړي چې په نړیواله سطحه فعالیت وکړي او ځان مشهور کړي چې تر ډیره حده یې ټولنیزي رسنۍ دا ستونزه اسانه کړې ده.

3. د نوښتګرو کارمندانو پیدا کونه:

د نوښتونو د رامنځته کولو لپاره نوښګرو کارمندانو ته ضرورت وي چې په دې برخه کې هم ټولنیزي رسنۍ خپله وظیفه سرته رسولې ده او د کمپنیو او کاروبارونو سره یې د ښه او نوښتګرو کارمندانو په پیداکولو کې ډیره مرسته کړې ده.

4. نوو او اپډیټ معلوماتو ترلاسه کولو کې مرسته:

د نړۍ په هر ګوټ کې مختلف پوهان او تحصیلي نهادونه هڅه کوي چې خپل نوي او اپدیټ معلومات د خپلو اکاونټونو په مرسته پر ټولنیزه رسنۍ شریک کړي چې په دې سره هرڅوک د نړۍ په هر ځای کې استفاده کړلای سي او خپل مشکلات په حل کولای سي.

5. د کارو او پیسو ترلاسه کولو سرچینه:

په نړۍ کې زیات خلک په ټولنیزو رسنیو کې خپل اکاونټونه یا حسابونه لري چې د همدې لاري څخه خپل ګټور، نوي او د خلکو د ضرورت وړ معلومات خپروي چې ددې کار په بدل کې د ټولنیزو رسنیو د مالکانو او یا هم د معلوماتو د کاروونکو لخوا یوه اندازه پېسي دوي ته ورکول کیږي او یا اکثره کمپنیو د خپلو ټولنیزو رسنیو اکاونټونو د فعاله ساتلو او پرمختګ ورکولو لپاره خلک په کار ګمارلي دي.

6. د ټولني په تعلم او زده کړه کې مرسته:

ټولنیزه رسنۍ تقریباً په اوس وخت کې په نړیوال کتابتون بدله سوې ده چې کولای سو هر ډول معلومات په هر ډول فارمټ کې پکښي پیدا کړو.

7. د تکنالوژی په پرمختګ کې مرسته:

د ټولنیزي رسنۍ په مرسته خلکو د تکنالوژي او ډولونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړ او د تکنالوژې د کاروني او زده کړي په اړه وپوهیدل او هم د تکنالوژې اهمیت او ګټورتوب ورته معلوم سو چې دا ټولو نقطو د تکنالوژې په پرمختګ کې ډیره مرسته وکړه.

موضوع: ټولنیزي رسنۍ



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25