2021-03-07

د تدریسي تولګیو څخه لیدنه وسول

نن یکشنبه د کب میاشتي پر اولسمه نېټه عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د محصلینو د تدرسي ټولګیو څخه لیدنه ترسره کړل.

دا چي د لوړو زده کړو وزارت د پریکړي سره سم حضوري درسونه پیل سوي دي په همدې خاطر ښاغلی دوکتور صافي د محصلینو د تدریسي ټولګیو څخه نظارت وکړ، تر څو تولګی له نږدې وګوري او معلومه کړي چي د محصلینو د زده کړو لپاره هر څه په ښه توګه اماده وي او هيڅ کومه ستونزه وجود ونه لري چي د محصل د زده کړو خنډ وګرځي.

د یادوني وړ ده چي عمومي رئیس ښاغلی دوکتور صافی وخت نا وخت خپله د چارو د سمون لپاره د یادو برخو څخه نظارت ترسره کوي.

د تدریسي تولګیو څخه لیدنه وسول



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21