2021-06-09

د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د تر سره کولو په موخه د هند هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ SEMS WELFARE FOUNDATION سره هوکړه لیک لاسلیک سو!

نن سه شنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رٸیس دوکتور بهرالله صافي د خپل اکاډمیک اعتبار لمخي د هند هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ (SEMS WELFARE FOUNDATION) د مشرتابه سره د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ یاد علمي بحث چي د ویډیو کنفرانس له لاري پر مخ وړل کېدى، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رٸیسانو، د ډیپارټمنټونو آمرینو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي دوکتور د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر هدف، لرلید او ارزښتونو رڼا واچول او ورپسې یې په اکاډمیکه برخه کي د پوهنتون پر پراخ علمي اعتبار خبري وکړې.

د بحث په جریان کي د یاد څېړنیز بنسټ مشر هم خوښي څرګنده کړل، چي خوښ دى افغانستان او جنوب زون کي، چي د کار ډېره اړتیا ده، د یو مخکښ پوهنتون میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې سره علمي همکاري پیل کوي.

په کنفرانس کي د هوکړه لیک مادې شریکي سولې؛ چي لمخي به يې دواړه طرفین په خپلو کي په تحقیقي برخه کي همکاري او مشورې شریکوي.

ورپسې دواړو لورو یاد هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي په هند هیواد کي د یو بل مشهور پوهنتون سره هم د علمي همکارۍ تر عنوان لاندي هوکړه لیک لاسلیک سوى وو.

د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د تر سره کولو په موخه د هند هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ SEMS WELFARE FOUNDATION سره هوکړه لیک لاسلیک سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25