2021-06-10

موږ فارغ محصل!

ښاغلی استاد اميرسید هاشمي چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د لومړۍ دورې فارغ محصل دی.

هاشمي صاحب فعلا په کندهار ښار کي د فیضي روغتون د مسؤليت چاري په غاړه لري او تر څنګ يې په ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسه کي د معالجوي طب پوهنځی د استادۍ دنده هم مخته وړي نوموړی تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.

استاد هاشمي د یادي پوهنځی تر بشپړ کولو وروسته په کندهار پوهنتون کي خپلي د ماسټري زده کړي هم بشپړي کړي دي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

موږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25