2021-06-13

موضوع: د فقهي د علم ځیني تعریفات

ليکنه: احمدجنید مبارز

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی محصل

(محصلينو د مقالو برخه)

فرض تعریف : فرض په لغت کي قطع کولو او اندازه کولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کي : هغه عمل ته ویل کیږي، چي په قطعي دلیل ( د قرآن کریم په آیتونو یا په حدیث متواتر ) سره ثابت سوی وي، چي هیڅ شک او شبهه پکښي نه وي ، لکه : ایمان راوړل، لمونځ، زکات، روژه، حج، جهاد ...

د فرض ډولونه:

د فرض اول تقسیم : فرض پر دوه ډوله دی، ۱ : رکن، ۲ : شرط

د رکن تعریف : رُکن هغه فرض کړل سوي کار ته ویل کیږي، چي د عمل وجود ورباندي موقوفه وي یعني بېله دغه کاره هغه عمل نسي موجودېدلای او رکن داخل ( دننه ) وي په خپل ذات او أصل کي، لکه : رکوع او سجده چي د لمانځه رکنونه دي او په لمانځه کي دننه ادا کیږي.

د شرط تعریف : شرط هغه فرض کړل سوي کار ته ویل کیږي، چي د عمل وجود ورباندي موقوفه وي. یعني بېله دغه کاره هغه عمل نسي موجودېدلای. او شرط خارج ( دباندي ) وي د خپل ذات او أصل څخه، لکه : اودس کول د لمانځه لپاره شرط دی او د لمانځه څخه دباندي ادا کیږي.

د فرض دوهم تقسیم : فرض بیا پر دوه ډوله دی، ۱ : فرض عین ، ۲ : فرض کفایي

د فرض عین تعریف : هغه فرض کړل سوي عمل ته ویل کیږي، چي په هر مکلف انسان باندي ضروري او لازم وي د ځینو کسانو په ادا کولو سره د نورو له ذمې څخه نه ساقطیږي، لکه : پنځه وخته لمونځ، چي په هر مسلمان، بالغ، عاقل، نر او ښځي فرض دی.

د فرض کفايي تعریف : هغه فرض کړل سوي عمل ته ویل کیږي، چي پر مسلمانانو لازم وي مګر د ځینو کسانو په ادآء سره د نورو پاته کسانو له ذمې څخه ساقطیږي، لکه : د جنازې لمونځ ( که د یوه کلي څخه یو څو نفره د جنازې لمونځ وکړي د نورو کسانو غاړي پرې خلاصیږي ).

د فرضو حکم : د فرضو علم او یقین په زړه سره لرل او په بدن سره عمل په کول لازم او ضروري دي ، د فرضو څخه منکر ( نه منوونکی ) کافر او بېله عذره پرېښودونکی يې فاسق او د عذاب مستحق دی، او که چیري یې یو فرض عمل د استخفاف ( سپکاوي ) له امله پرېښودی بیا هم دغه کس کافر ګڼل کیږي.

که چیري یو فرض عمل په قصد یا په هېره سره پاته سي نو بیرته د دغه عمل اعاده (له سره راګرځول ) پر دغه پرېښودونکي کس لازم او ضروري دی، لکه : د لمانځه یو فرض (اودس یا رکوع) چي پاته سي نو لمونځ به له سره راګرځوي.

واجب تعریف : واجب په لغت کي لازم او ثابت ته ویل کیږي او په اصطلاح کي هغه عمل ته ویل کیږي، چي په دلیل ظني (خبر واحد یا قیاس) سره ثابت سوی وي، چي شک او شبهه پکښې وي، لکه : سرسایه، اضحیة (د اختر قرباني) وترلمونځ او داسي نور .

د واجبو حکم: د واجبو عملي کول لازم او ضروري دی، مګر علم او یقین په زړه سره پرې ضروري اولازم نه دی. نو له همدې کبله دواجبو منکر (نه منوونکی یې ) کافر نه ګڼل کیږي او د واجبو بېله عذره پرېښودونکی فاسق او د عذاب مستحق دی، (که چیري دا پرېښودل یې په خبر واحد سره د سپکاوي له کبله ؤ) او که چیري یې د تأویل له کبله یو واجب پرېښودی بیا فاسق نه ګڼل کیږي.

او که چیري یو واجب عمل په لمانځه کي په قصد سره پاته سو، نو بیرته د لمانځه اِعاده(د سره راګرځول) یا قضآ‌‌‌‌‌ء لازمه ده او که په هېره سره واجب پاته سي نو سجدة السهوه پرې لازمیږي.

د سجدة السهوي طریقه : په اخره ناسته کي د تشهد ( التحیات ) ویلو وروسته دي یوه طرف ته سلام وګرځوي او دوې ( ۲ ) سجدې دي وکړي او وروسته دي خپل لمونځ مکمل کړي ( التحیات ، درود شریف او دعاء دي ووایي او سلام دي وګرځوي ).

د سنت تعریف : سنت په لغت کي طریقې او لاري ته ویل کیږي او په اصطلاح کي هغه طریقه یا لاره ده، چي په دین کي تګ ورباندي کیږي (که قول، تقریر یا فعل وي ) او دا عمل لازم هم نه وي او په پرېښودونکي باندي هم په شروع کي انکار نه وي او خاص هم په چا پوري نه وي، دا فعل یا قول که د رسول اللهﷺ وي یا د صحابه کرامو، فرق نه لري، دې ته سنت ویل کیږي.

د سنت ډولونه: سنت پر دوه ډوله دی: ۱ سنت مؤکده(سنت هدیْ )، ۲ سنت غیر موکده (سنت زائده )

د سنت مؤکده تعریف : هغه فعل يا قول ته ویل کیږي ، چي رسول اللهﷺ همېشه توب ورباندي کړی وي مګر يو یا دوه ځله یې پرې ایښی وي لکه: آذان، اقامت او جماعت کول.

د سنت مؤکده حکم: د سنتو مؤکده کوونکي ته اجر او ثواب ورکول کیږي او په قصد سره يې پرېښودونکي ته په اخرت کي ملامتیا او سرزنش سته او په قصد سره سنت عمل پرېښودل مکروه تنزیهي کار دی.

د سنت غیرمؤکده تعریف : هغه فعل یا قول ته ویل کیږي ، چي رسول اللهﷺ، زیاتره وخت ادا کړی وي، مګر ځیني وخت یې بېله عذره پرې ایښی وي، لکه : د رسول اللهﷺ ناسته، تګ کول، د جامو اغوستل...

د سنت غیرمؤکده حکم : په کولو سره يې ثواب او په نه کولو سره یې ملامتیا هم نسته او په پرېښودلو سره يې دا کار مکروه هم نه ګرځي البته خلاف الاولیْ (د غوره کار خلاف عمل دی ).

د مستحب تعریف: هغه فعل یا قول ته ویل کیږي، چي رسول الله ﷺ کله کړی وي او کله یې پرې ايښی وي او یا نبي کریمﷺ یا اصحابو کرامو هغه عمل غوره ګڼلی وي، لکه : د صدقې ورکول.

یادونه : مستحب ته نفل، ادب او تطوع هم ویل کیږي د تسميې (نومولو) وجه یې داده :

ادب معنی پرهیزګاري یا نېک خصلت، نو دغه کارونه هم نېک کارونه دي.

نفل زیاتوب ته وايي چي دا نفل هم د فرائضو څخه زیات شی دی.

او مستحب (خوښ سوي ته وایي) رسول اللهﷺ هم دا خوښ کړی دی.

او تطوع (خپله خوښه کول ) ځکه یې بولي چي کوونکی يې په خپله خوښه کوي.

د مستحب(نفل، ادب) حکم : په کولو سره يې ثواب سته او په نه کولو سره يې عذاب او ملامتیا د قیامت په ورځ نسته البته پښېمانتیا او افسوس به وي.

د مباح تعریف : مباح په لغت کي روا یا ښکاره کولو ته ویل کیږي او په اصطلاح کي هغه عمل ته ویل کیږی، چي کول یا نه کول یې د انسان خوښه ده. لکه: ښکار کول.

د مباح حکم : په کولو سره يې ثواب نسته او په نه کولو سره يې عذاب نه ورکول کیږي.

د حرام تعریف: حرام په لغت کي د یو کار څخه منع کېدل او په اصطلاح کي هغه کار یا قول ته ویل کیږي، چي پرېښودل او نه کول يې په قطعي او یقیني دلیل سره ثابت وي.

دحرامو حکم : د حرام عمل په کولو سره هغه کس د عذاب وړ ګرځي، لکه : څرنګه چي د فرض عمل په نه کولو سره د عذاب وړ ګرځېدی او د حرام عمل حلال بلونکی کافر ګڼل کیږي ( لکه : د فرض عمل نه منوونکی چي کافر ګڼل کېدی ).

د مکروه تعریف :مکروه په لغت کي د محبت ضد ته وايي. او په اصطلاح کي هغه ناروا کار ته ویل کیږي، چي په ظني دلیل سره ثابت سوی وي.

د مکروه ډولونه : مکروه پردوه ډوله دی .۱ : مکروه تحریمي ،۲: مکروه تنزیهي

مکروه تحریمي: هغه ناروا کار ته ویل کیږي، چي نه کول يې ثواب او کول يې ملامتیا لري.

مکروه تنزیهي: هغه ناروا کار ته ویل کیږي، چي نه کول يې ثواب او کول يې ملامتیا نه لري.

د مکروه حکم : که چیري لمونځ د مکروه تحریمي سره ادا سوی وي، نو د لمانځه را ګرځول واجب دي او که د مکروه تنزیهي سره ادا سوی وي، نود لمانځه راګرځول مستحب دي.

د فاسد تعریف :فاسد په لغت کي د صلح ضد ته وايي او په اصطلاح کي په عبادت کي ناسم وصف یا کړنه فساد بلل کیږي. په عباداتو کي فساد د بطلان معنی لري، په معاملاتو کي فساد ځانته معنی او بطلان ځانته معنی لري، هدف دا چي معاملات د فساد څخه وروسته صحیح کیدای هم سي، خو عبادات داسي نه دي.

د فاسد حکم :په قصدي توګه کولو کي يې عذاب دی او په سهوي توګه کولو سره يې عذاب نسته.

که چیري کوم فاسد کار په لمانځه کي پېښ سي، که په قصد سره وي او که په هېره سره وي لمونځ يې فاسديږي او د لمانځه راګرځول ورباندي واجب (لازمي) دی.

ماخذونه: تحفة المصلي، عبدالرحیم راشد(التعریفات للعلوم الدرسیات:ص ۲۶، المصطلحات،باب في مصطلحات اقسام حکم التکلیفي،ص۲۸۵ــــ ۳۰۸، مبادي و اصطلاحات اصول فقه (فارسي) ص،۱۳۳،۲۲۷،۲۳۴،۲۹۰،نورالایضاح ،ص۳. او ځیني نور کتابونه)

موضوع: د فقهي د علم ځیني تعریفات



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25