2021-06-13

د خواخوږۍ او تسلیت پېغام

په ډېري خواشینۍ سره خبر مو خبر ترلاسه کړ چي د اطلاعاتو فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال او د کابل پوهنتون استاد پوهاند رسول باوري د ورپېښي ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

انالله واناالیه راجعون

پوهاند باوري د افغانستان يو نامتو لرغونپېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و، چي کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ د مقدسي دندي تر څنګ په لسګونو علمي څېړنيز اثار او په سلګونو علمي څېړنيزي مقالې د لرغوني پېژندني په برخه کې ليکلي وې، چي د افغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کي مهم ځای لري.

د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ رهبري او اداري کارمندان

په دې ستر غم کي د استاد باروي له کورنۍ سره ځان شريک بولي او خپل د تسلیت مراتب ورته وړاندي کوي.

همدارنګه ارواښاد باوري ته جنت الفردوس او درنې کورنۍ، فرهنګپالو او استادانو ته د الله ج له عظيم دربار څخه صبرالجميل غواړي.

د خواخوږۍ او تسلیت پېغام



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25