2021-06-14

د کیفیت لوړاوي د چکليست په اړه ټریننګ ترسره سو

نن دوشنبه د جوزا میاشتي پر څلورویشتمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور لخوا ټولو اداري مامورینو ته د کیفیت د لوړاوي چکليست د عامه اګاهي ټریننګ وړاندي سو.

علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په پیل کي د لوړو زده کړو وزارت له لوري څخه ځانګړی سوی چیکلیست تشریح سو، چي پر مټ یې د کیفیت د لوړاوي ارزونه ترسره کیږي.

علمي مرستیال وویل موږ اوس د کیفیت د لوړاوي په برخه دریم پړاو ته کاندید یو او دوه پړاونه مو په بریالیتوب سره ترسره کړي دي۔

په ټریننګ کي پر نورو مهمو موضوعاتو هم رڼا واچول سول او ګډونوالو هم خپلي پوښتني او وړاندیزونه شریک کړل.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم اداري کارکوونکو ته بېلابېل د ظرفیت لوړوني ټریننګونه چمتو سوي دي.

د کیفیت لوړاوي د چکليست په اړه ټریننګ ترسره سو



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25