2021-03-08

نن دوشنبه د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه

 

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د کب میاشتي پر اتلسمه نېټه چي د مارچ د اتمي سره برابره ده د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل، چي پکښي عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي، درې واړه مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، اداري مامورینو او ښځینه محصلانو ګډون کړی ؤ.

د غونډي په پرانسته کي عمومي رئيس دوکتور صافي افغان مېرمنو ته د ښځو د نړیوالي ورځي مبارکي وویل او خوښي یې څرګنده کړه چي پوهنتون یې د جنډر په برخه کي خپل مکلفېت ته ژمن دی.

دوکتور صافي د ښځینه محصلانو څخه مننه وکړل چي د ټولو ننګونو سره سره لوړي زده کړي کوي، هغه خوېندو ته په خطاب کي وویل چي ستاسي نننی زیار به سبا د دې ټولني د غریبو ښځو د هوساېني سبب ګرځي.

دوکتور صافي وویل د اسلام مُبین دين مېرمنو ته ډېر حقوق ورکړي دي او موږ یې په دې مکلفه کړي یو چي رعاېت یې کړو او مېرمنو ته ځانګړی درنښت ولرو.

د دوکتور صافي په قول چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ټول کاري ټېم ژمن دی چي د افغان مېرمنو لپاره به د لوړو زده کړو په برخه کي په بېساري کچه هڅه کوي؛ ټول تدریسي چوپړونه به تاسي ته پر وخت وړاندي کیږي او ټولي درسي آسانتياوي به ستاسي په واک کي درکول کیږي.

په غونډه کي د نورو ویناوو ترڅنګ د ښځو د حقوقو په اړه مقالې ووېل سوې.

د یادوني وړ ده چي تېر کال د مارچ پر اتمه میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي په کندهار کي غریبو مېرمنو ته په خورا لوړو تخفیفونو د لوړو زده کړو زمېنه مساعده کړه او د ښځو چارو ریاست د مشري سره تفاهم لیک لاسلیک سو چي یادي خوېندي اوس عملآ په زده کړو بوختي دي.

نن دوشنبه د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل سوه



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21