2021-06-17

زموږ فارغ محصل!

سيد احمد آغا شکران چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د دولسمي دورې فارغ محصل دی.

شکران صاحب فعلا په کندهار ښار کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د بشري سرچينو آمریت مسؤلیت په غاړه لري.

نوموړی تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.

ښاغلي شکران د لیسانس زده کړو تر څنګ اوس مهال د ایران هیواد یو معتبر پوهنتون ته د ماسټري زده کړو د شروع کولو لپاره نوم لیکنه کړې ده چي تر کرونايي بهیر وروسته به يې تدريسي چاري پیل سي.

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.

زموږ فارغ محصل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25